1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين خپل د دفاع وزير بدل کړ

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

په کابينه کې د حيرانوونکي بدلون په ترڅ د روسیې ولسمشر پريکړه کړې ده چې د هېواد د دفاع وزير سرګې شويګو، له دفاع وزارت څخه لیرې کړي. روسیې په دې منځ کې ادعا کړې ده چې ځواکونو په خارکيف سيمه کې څلور نور کلي نيولي دي.

https://p.dw.com/p/4fmD0
ولسمشر ولاديمر پوتين د دفاع له پخواني وزير سرګې شويګو سره
ولسمشر ولاديمر پوتين د دفاع له پخواني وزير سرګې شويګو سرهانځور: Mikhail Klimentye/REUTERS

کريملن اعلان کړی دی چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د دفاع وزیر سرګې شويګو، د ملي امنيت جرګه ګۍ د مشر په توګه ګمارلی دی او سپارښتنه یې کړې ده چې اندرې بېلاوسوف، دې د نوموړي ځای ناستی شي. 

په ملي امنيت شورا کې څلور معتبر روسي چارواکي ناست وي چې ولسمشر پوتین ته مشورې ورکوي.

د کريملن ويلي دي چې د پوځ مشر والیرې ګيراسيموف، او د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف به پر خپلو مقامونو پاتې شي.

په کابينه کې دا بدلون د پوتین د پنځمې دورې له پېل سره هم مهاله رامنځته شوی دی، دا په داسې حال کې ده چې په اوکراين کې د روسیې جګړه تر دوو کلونو زياته موده کيږي چې روانه ده.

بېلاوسوف د مرستيال لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړې ده او په تېره لسیزه کې د پوتين يو تر ټولو بانفوذه اقتصادي مشاور وو.

د کريملن ویاند ديمتري پېسکوف، وويل: «نن سبا د جګړې د ډګر ګټونکی هغه کس دی چې نوښت او د هغه عملي کولو ته ډېر پرانيستی وي.»

پېسکوف خبريالانو ته وويل دا اړينه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې دفاعي لګښتونه د روسیې له مجموعي ګټو سره سمون لري.

نوموړي زياته کړه چې شويګو به د هېواد په امنيت شورا کې د خپل نقش له لارې په دفاعي تګلاره کې دخيل وي. هغه وويل: «شويګو به [په دفاعي برخه کې] خپل کار ته دوام ورکړي، هغه ساحه چې دی یې ښه پيژني.»

زيلنسکي په خارکیف کې د «درنو» نښتو خبره کړې

د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، په خپله ويډيويي وینا کې چې هر شپه یې کوي، ويلي دي چې د شمال ختیځې سيمې خارکيف په يو شمير کليو کې سختې نښتې رواني دي. نوموړي د دونيڅک په ختيځ کې ځينو برخو کې هم له نښتو څخه خبره وکړه.

زيلنسکي د دې په زياتولو سره چې «درنې» نښتې رواني دي، وويل: «داسې کلي شته چې هغه په حقيقت کې له يوې «خړې ساحې» د دښمنۍ او زرو زياتي په يوې ساحې اوښتي دي. هغه زياته کړې: «يرغلګر هڅه کوي چې په ځينو کليو کې د پښې ټينګولو ځای پيدا کړي.»

د روسیې د دفاع وزارت ويلي دي چې ځواکونو یې «د دښمن په دفاعي ليکو کې ژور پرمختګ کړی دی.» يوه ورځ تر مخه د روسیې پوځ په خارکيف سيمه کې د پنځو کليو د نيولو ادعا کړې وه.

روسیې په دې منځ کې ويلي دي چې د اوکراين په خارکيف سيمه کې یې تر هغه وروسته څلور کلي نيولي دي چې روسیې د جمعې په ورځ ناڅاپي ځمکني عمليات پېل کړل.

په خارکيف کې ستونزمن وضعيت

د اوکراين د پوځ مشر ويلي دي چې ځواکونه يې د خارکيف سيمې په جګړه کې له يوه ستونزمن وضعيت سره لاس او ګريوان دي، خو خپله ټوله هڅه کوي چې لومړۍ کرښه وساتي.

روسیې د جمعې په ورځ له خپلې خاورې څخه د اوکراين په شمالي سيمه خارکيف کې نوي عمليات پېل کړل.

د اوکراين د وسله وال ځواک مشر الکساندر سيرسکي، د تليګرام له لارې ويلي: «د دفاعي ځواک قطعات زموږ د دفاعي کرښې د ماتولو د مخنيوي په موخه د روسي يرغلګرو پر وړاندې سخته دفاعي جګړه کوي.»

نوموړي زياته کړې: «وضعيت ستونزمن دی خو د اوکراين دفاعي ځواکونه د ليکو او سنګرونو د ساتنې او د دښمن د زيانمولو په موخه هر څه کوي.»

اوکراين دمګړۍ د روسیې په مقابل کې د ځان دفاع کوي چې د مهماتو او پوځيانو د شمير له درکه پرې برلاسی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب