موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
د مناګي پر برېښنا بند شپږ کاله وړاندې کار پیل شوی وو، خو د حکومت او سیمې د خلکو تر منځ د ځای پر سر د لانجې له امله یې چارې ځنډېدلې وې. دا بند د ۲،۱ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا درې زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
پاکستاني طالبانو له حکومت سره د اوربند د تړون موده غځولې څو د سولې خبرې اترې ترسره شي. پاکستاني طالبانو په دې وروستيو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی وو. زیاته شوې چې د مذاکراتو زمینه طالبانو برابره کړې ده.
د ډیورنډ لانجمنې کرښې په اوږدو کې پر تحرکاتو د پاکستان او افغانستان د حکومتونو تر منځ ناندرۍ شته او آن کله کله نښتې رامنځته شوي، د طالبانو حکومت کونړ کې دغې کرښې ته نیږدې د نویو امنیتي پوستو د جوړولو خبر ورکړی دی.
یوې بې پيلوټه الوتکې د افغانستان په ختیځ کې پر یوه کور برید کړی چې ظاهرا هدف یې د پاکستاني طالبانو د مشر په نخښه کول وو، خو توغندی نه دی چاودیدلی. دغه خبره د پاکستاني طالبانو سرچینې د رویترز خبري آژانس ته کړې ده.
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي چې د چین ځینو سوداګرو په ننګرهار ولایت کې د قیمتي ډبرو برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.