په کراچي کي بيا سختي خونړۍ نښتي رواني دي | آلمان او نړۍ | DW | 25.07.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په کراچي کي بيا سختي خونړۍ نښتي رواني دي

د پاکستان تر ټولو لوی تجارتي ښار کراچي کي په تيرو دريو ورځو کي د تاو تريخوالي په نوو پيښوکي د وژل سوو کسانو شمير ۴۴ تنو ته رسيدلی.

په اوسنيو پيښو کي د مذهبي ډلو تر منځ هم تاوتريخوالی رامنځ ته سوی.

په اوسنيو پيښو کي د مذهبي ډلو تر منځ هم تاوتريخوالی رامنځ ته سوی.

د مرګ ژوبلي اکثره پيښي د ملير، لانډهي په سيمو کي رامنځ ته سوي. د کراچي ښار يو لوړ پوړي پوليس نعيم بروکه ويلي: « موږ کسان پيژندلي او شاوخوا ۲۰۰ پوليس د دغه خلکو په لټه کي يو ترڅو دوی ونيسي.»

د کراچي ښار د پاکستان تر ټولو لوی او صنعتي ښار دی. پدغه ښار کي شاوخوا ۱۸ مليونه خلک اوسيږي. دغه ښار هميشه د سياسي ګوندونو او لږکيو ژبنيو ډلو ترمنځ د تاوتريخوالي شاهد پاته سوی.

شاوخوا درې اونۍ د مخه هم د لږکيو سياسي ګوندو تر منځ په اخ و ډب کي ډيرو انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی.

د اردو ژبو متحده قومي مومنټ MQM او د پښتنو عوامي نيشنل پارټي ANP د دغو وژنو پړه پر يو بل ور اچولې وه.

د ياده ولو وړه ده چي دغه دواړي سياسي ډلي د دولت سره په ايتلاف کي هم شاملي دي.

خو په اوسنيو پيښو کي د مذهبي ډلو تر منځ هم تاوتريخوالی رامنځ ته سوی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون ويلي، چي يوازي په کراچی کي، د روان کال په نيمايي کي ۱۱۳۸ تنه وژل سوي، چي ۴۹۰ تنه يي د سياسي او ژبنيو شخړو قرباني سوي.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل