په کابل کې پلي ځانمرګي ۱۵ افغان پوځي زدکوونکي ووژل | افغانستان | DW | 21.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کابل کې پلي ځانمرګي ۱۵ افغان پوځي زدکوونکي ووژل

يوه پلي ځانمرګي بريدګر د افغان پوځ ۱۵ زدکوونکي هغه مهال ووژل چې له يوې پوځي اکاډمۍ څخه د راوتلو په حال کې ول. دغه خبره د افغانستان د دفاع وزارت کړې ده.

Afghanistan Kabul Flughafen Anschlag Sicherheitskräfte (picture-alliance/abaca/H. Sabawoon)

آرشيف انخور

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند، دولت وزيري، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې «د ماسپښين پر مهال کله چې داسې يو کوچنی بس چې پوځي زدکوونکي يې لېږدول، له پوځي اکاډمۍ څخه راووت، يوه پلي ځانمرګي بريد کوونکي هغوی په نخښه کړل چې ۱۵ تنه يې وژلي او څلور نور تنه يې ټپيان کړي دي.»

دا په دې توګه په افغان پلازمېنه کابل کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې دويم ځانمرګی برید وو او د سه شبنې ورځې راهيسې اووم لوی بريد وو چې تر سره کيږي.

په دې سره د ټول ټال مړو شمېر له دوو سوو څخه اوړي چې په سلګونو نور انسانان ژوبل شوي هم دي. د مرګونو بريدونو ډېروالی په هېواد کې پر خرابېدونکي امنيتي وضعيت باندې دلالت کوي.

دا د سه شبنې ورځې راهيسې پنځم ځل هم وو چې اورپکو د افغانستان پر امنيتي ځواکونو باندې مستقيم بريدونه وکړل. 

 

اعلان