1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

مسعود جهس (حسین سیرت)۱۳۹۳ مهر ۲۳, چهارشنبه

د ښځو د مصونیت ټولنیز بنسټ د افغانستان د کلیو جوړونې او پراختیا وزارت په مرسته په کابل کې په کلیو کې د میشتو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د لاسې صنایعو یو نندارتون جوړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1DW5F
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

په دې نندارتون کې ښځو په ۵۰ غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. د هغوی له خوا په وړاندې شويو محصولاتو کې په لاس خامک دوزي، مهره دوزي، زعفران، مربا، پشمي جامې او نور شامل دي.

دا نندارتون د درو ورځو له پاره د کابل په باغ بابر سیمه کې جوړ شوی دی. هغو ښځو چې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې دي وايي چې دغه شان فرصتونه له هغوی سره مرسته کوي چې وشي کولای خپلو محصولاتو ته بازار وموندي.

بې بازاره سوداگري

د نندارتون گډوانوال وایي چې د ښځینه سوداگرو تر ټولو لویه ستونزه بازار ته لار موندل دي. د هغوی په خبره په افغانستان کې چې ډیر وخت بازارونه د نارینه و په لاس کې وي د یوې ښځې له پاره کار کول ستونزمن کار دی.

سلیمه د مزار شریف ښار اوسیدونکې ده چې په دې نندارتون کې یې گډون کړی دی. هغه وایي چې د آلمان د یوه انکشافي پروگرام په مرسته توانیدلې ده چې په سلهاو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي. هغه وایي: «دولت دې له ښځو سره مرسته وکړي چې خپل کار ته وده ورکړي. موږ ډیر کار کوو. یوازې زموږ د بنسټ له لارې ۱۵۰۰ ښځې په کار بوختې دي. له موږ سره د آلمان GIZ موسسې مرسته وکړه.»

د نندارتون ډیر شمیر لیدونکې د سلیمې غرفې ته ورځې چې په کې زیورات او د سینگار وسایل نندارې ته وړاندې شوې دي. هغې په دې نندارتون کې د نویو پیریدونکو د موندلو له پاره یوه ډیره مناسبه موقع ترلاسه کړې ده.

په افغانستان کې ډیر وخت کورنۍ په بازار کې د ښځو له کار کولو سره مخالف وي. له دې کبله ډیر وخت نارینه د ښځو له خوا تولید شوي لاسې صنایعې په بازار کې پلوري.

وړوکو تجارتونو د ډیر شمیر ښځو له پاره د کار زمینه برابره کړې ده. ستاره کریمي چې په هرات کې د ښځو د یوه بنسټ مشري پر غاړه لري وايي چې که څه هم هغه وړوکی کارو بار لري خو بیا یې هم ډیر شمیر ښځو ته د کار زمنیه برابره کړې ده. هغه وایي: «د هغوی ژوند بدلون موندلی دی. هغه ښځې چې له ما سره کار کوي د خپلې کورنۍ له پاره پیسې گټي. له موږ سره داسې ښځې هم شته چې میړه نه لري خو زموږ سره د کار کولو له پاره یو څه عاید لري.»

د ښځو د چارو وزارت وایي چې د دغه نندارتون د په لاره اچولو هدف د افغانستان په وده کې د ښځو د ونډې ډیرول دي. د دې وزارت معینې مژگان مصطفوي، د چهارشنبې په ورځ د دغه نندارتو د پرانیستې په غونډه کې وویل چې د دغه نندارتون له لارې به هڅه وشي چې په کلیو کې بې وزلې له منځه ولاړه شي.

د افغانستان په کلیو کې ډیر شمیر میشتې ښځې د عاید د نه لرلو له کبله بیکاره حسابیږي. خو د ښځو د چارو وزارت وایي چې دغه ښځې له معاش پرته کار کوي. میرمن مصطفوي په دې اړه وویل: «په خواشینۍ سره کله چې د کار لرونکو او بیکارو کسانو احصائیو اعلانیږي نو دغه ښځې د بیکارانو په ډله کې شاملیږي. خو په اصل کې دوی ډیر کار کوي.»

د افغانستان د کلیو جوړونې او پراختیا وزارت د کلیو د صنایعو د ودې پروگرام له لاره له ښځو سره مرسته کوي. دغه وزارت ټینگار کوي چې په ډیرو مواردو کې ښځو د کورنیو له اقتصاد سره ډیره مرسته کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب