په کابل کي پر يوه رستورانت باندي ځانمرګی برید
۱۳۹۲ دی ۲۷, جمعهد کابل د پولیسو چارواکو ویلي دي چې درو تنو ځانمرګو بريد کوونکو په وزيراکبرخان مېنه کي پر لبناني رستورانت باندي په يرغل کي ۱۴ انسانان وژلي دي چي په هغو کي بهرنيان هم شامل دي او په لسونو نور ټپيان سوي دي. د پوليسو په وينان له دغو درو تنه څخه يوه يې د رستورانت په دروازه کي په ځان پوري چاودېدونکي مواد چاودلي دي او دوه تنه نور يې رستورانت ته ورننوتلي دي او پر مېلمنو باندي يې فيرونه کړي دي.
په پيښه کي د بهرنيانو د وژل کېدو په اړه خبر ورکړه سوی دی خو دا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي وژل سوي کسان د کوم هيواد دي. پيښه د ماښام د ډوډۍ پرمهال رامنځ ته سوې ده. پيښه بهرنيو سفارتونو ته نژدې رامنځ ته سوې ده.
آيا په قربانيانو کي آلمانيان سته؟
په برلين کي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي دوی تلاښ کوي، څو معلومه کړي چي د پيښي قربانيان څوک دي «دا چي په پېښه کي کوم آلمانی وګړی وژل سوی دی، تر اوسه يې په اړه معلومات نه سته».
بله خوا د پيښه پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ويلي دي چي يرغل د دوی جنګياليو کړی دی او ډېر بهرنيان يې وژلي دي.
په تيرو څو اونيو کي دا په کابل کي څوم ځانمرګی بريد دی چي ترسره کيږي. په کابل کي د هري پيښي په رامنځ ته کېدو سره د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا تر پوښتني لاندي راځي.
په پلان کي ده چي د روان مېلادي کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووزي او د دې هيواد امنيتي مسووليت يوازي افغان امنيتي ځواک پر غاړه واخلي. خو کار پوهان په دې اند دي چي افغان امنيتي ځواک تر اوسه پوري لا د دې جوګه نه دي چي ټول مسووليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي.