1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د افغانستان-پاکستان ګډ نندارتون

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۷, پنجشنبه

د افغانستان او پاکستان د تجارت ګډي خوني په کابل کي يو نندارتون پرانيست. په دغه نندارتون کي ساختماني وسايل، خوارکي مواد او ماشينري نندارې ته وړاندي سوي دي.

https://p.dw.com/p/1AQ7u
انځور: DW/H. Sirat

د پنجشنې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۸) د دغه دوه ورځني نندارتون د پرانيستلو پر مهال په کابل کي د پاکستان سفير محمد صادق وويل، په هغه صورت کي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري پراختيا ومومي سياسي او امنيتي اختلافات به هم حل سي:

«سوداګري د افغانستان او پاکستان د ژوند لاره ده. سياسي او امنيتي مسايل به پر خپل ځای پرېږدو. که موږ د سوداګرۍ په برخه کي همکارۍ ډېري کړو، ټول مسايل به حل سي.»

دا دوهم ګډ نندارتون دی چي د افغاني او پاکستاني سوداګرو په اشتراک سره په کابل کي پرانيستل کيږي.

پاکستاني چارواکو وويل چي د کونړ پر راده باندي د برېښنا بند جوړولو ګډه پروژه او د سوداګرۍ پراختيا به د دواړو هيوادونو اړيکي نوري هم ښې کړي.

د پاکستان سفير وويل چي دواړه هيوادونه ډېري سوداګريزي راکړي ورکړي لري او په پلان کي ده چي د پيښور نوې لويه لار له کابل سره ونښلوي، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت نور هم پياوړی سي.

د پاکستان دغه سياستوال وويل چي لومړی وزير نواز شريف د دې ډېر طرفداره دی چي له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان سره يې تجارتي اړيکي نوري هم پراخي سي.

پاکستان هر کال د افغانستان له لاري د مرکزي آسيا هيوادونو ته په ميليونو ډالره سوداګري لري. خو افغان سوداګر نسي کولای چي د پاکستان له لاري بې له ستونزو خپل سوداګريز مالونه را انتقال کړي.

د هرات زعفران
د هرات زعفرانانځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع وزارت معين صدرالدين سحر وويل چي د دغه شان نندارتونو جوړول د دواړو هيوادو ترمنځ اړيکي ښې کوي او د دې سبب کيږي چي د دغو هيوادو سوداګر يو له بل سر اشنايي پيدا کړي.

سحر وويل: «دا د سوداګرو، صنعت کارانو او پانګوالو ترمنځ د اړيکو ټينګولو له پاره ډېره ښه زمېنه برابروي. او د سوداګرۍ د پراختيا سبب ګرځي.»

د هغه په خبره يوازي د ۱۳۹۲ کال په لومړيو درو مياشتي کي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۷۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګريزه راکړه ورکړه سوې ده.

د سوداګرۍ وزارت وايي، هڅي کوي چي دغه شان نندارتونونه د سيمي د څو هيوادونو په ګډون په کابل او د دغه هيواد په نورو ولايتونو کي ترسره سي.

د بازار پيدا کولو موقع

د کابل په نندارتون کي ۴۰ غرفې جوړي سوي دي چي لس يې په افغاني تجارانو او پانګوالو پوري اړه لري.

د پاکستاني سوداګر وايي چي د دوی د کرهڼيزو محصولاتو له پاره د افغانستان بازار مناسب او نزدې دی او دغه نندارتون کولای سي چي په بازار موندنه کي ښه مرسته وکړي. افغان سوداګر هم غواړي چي خپل محصولات پاکستاني سوداګرو ته معرفي کړي.

يو افغان سوداګر احمد، چي په دغه نندارتون کي غرفه لري وايي د هرات د مېوو اوبه يې دلته نندارې ته وړاندي کړي دي: «موږ اوس تاجيکستان، پاکستان او ترکمنستان ته صادرات لرو. موږ دغو هيوادونو ته جوس، انرژي او د څښاک نور محصولات صادروو.»

که څه هم چي د افغانستان او پاکستان ګډ نندارتون د دوو ورځو له پاره پرانيستل سوی دی. خو داسي ويل کيږي چي د پاکستان لومړی وزير نواز شريف چي د شنبې په ورځ کابل ته سفر کوي دغه نندارتون ته ورسي.