په ټول هېواد کې احتجاجونه | آلمان او نړۍ | DW | 05.11.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په ټول هېواد کې احتجاجونه

اسلام آباد: په پاکستان کې امنيتي قواوو د بيړني حالت پر ضد د احتجاج کوونکو په وړاندي د زور څخه کار واخيست.

default

په لاهور کې پوليسو د مشرف پر ضد د مظاهره کونکوو حقوقي وکيلانو باندی د اوښکو گاز استعمال کړ. په نورو ښارونو کښې امنيتي ځواکونو محکمو ته ټولې لارې بندی کړي وي، تر څو مخکې له مخه خلک احتجاج ونکړی شی.

رسمي اداروخبر ورکړی دی، چې په سل گونو مخاليفين بندي شوي دي.

د امريکا دفاع وزير روبرت گيټس د مشرف څخه غوښتنه کړه ده، تر څو زر تر زره په دغه هېواد کې د قانون پر بنسټ نظم بيرته اعاده کړي.

اعلان