1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يوه ځانمرګي بريدکي دکندهاردامنيې قومندان ووژل سو

۱۳۹۰ فروردین ۲۶, جمعه

چارواکي وايي چي دطالبانو لخوا دکندهار په امنيه قومندانی کي په يو ځانمرګي بريدکي ددغه ولايت د امنيې قومندان خان محمد مجاهددخپلو ۲ ساتونکو سره وژل شوی دی

https://p.dw.com/p/RICo
انځور: picture alliance/dpa

په دغه ولايت کي وژني امنيت ته يو ترټولو سترګواښ دی،او په تيرو ۹ کلونو کي دغه ولايت د اسلامي جنګيالو خلاف په جګړه کي د جنګ ډګر ګرځيدلی دی.

د کندهار دوالي وياند ځلمي ايوبي ويلي دي چي «ځانمرګي بريد کوونکي د پوليسو په يونيفورم کي ځان په امنيه قومندانی کي الوزولی او د امنيې قومندان په کي شهيد شوی دی.»

په کابل کي د کورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري پيښه تايد کړې او ويلي يې دي چي په پيښه کي د امنيې قومندان خان محمد مجاهد د خپلو ۲ ساتونکو سره وژل شوې دې. هغه زياته کړه «په دغه ځانمرګي بريد کي ۲ تنه ساتونکي شهيدان شوي او ۳ تنه پوليس ټپيان شوي دي.»

د پيښي ځاې ته امبولانسونه او پوځي موټري رارسيدلی . دوکاندارانو خپل دوکانونه وتړل او کوڅې د ښاريانو څخه خالي سوې .

تر دې وړاندي خان محمد دوه ځلي د دغسي بريدونو څخه روغ رمټ وتلی ؤ . تيره مياشت د کندز د امنيې قومندان هم په يوه پيښه کي د =طالبانو لخوا وژل شوی وو.

د طالبانو وياند يوسف احمدي د پيښي پړه په غاړه اخيستې او ويلي چه دغه بريد د دوی د کسانو لخوا ترسره شوی دی.

دغه پيښه په هماغه تعمير کي رامنځ ته شوي، په کومه چي د فبروري په مياشت کي د ۱۹ تنو په ګډون چي ۱۵ تنه يي پوليس او دولتي مامورين وو د طالبانو سره په يوه نښته کي وژل شوي ول.

تيره اوني هم د طالبانو لخوا د کندهار په ښار کي د پوليس په يو مرکز په بريد کي ۶ تنه وژل شوي وو.

د ايساف د ځواکونو وياند ويلي چي د جمعي د ورځي په پيښه کي د دوي ځواکونو ته کون ته زيان نه دي اوښتي.

اژانسونه / سید ریاض

کتونکی: محمدقاسم نوري