1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

په يونان کي د ګرمۍ سخته څپه او اورلګېدني

۱۴۰۲ مرداد ۲, دوشنبه

د يونان په تفريحي ټاپو کورفو کي تر ۲۴۰۰ اضافه کسان په ځنگلونو کي د اورلگيدني له امله خوندي ځايونو ته انتقال سوي دي. يونان د گرمۍ له سختي څپې سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4UJOa
Griechenland | Waldbrände Korfu
انځور: Julia Dzhyzhevska via REUTERS

د يونان د اوروژنې ادارې يوه وياند د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل چي د ايوني د سمندر د ټاپو په شمال کي اورلگينه د دې سبب سوه چي ۲۴۶۶ کسان ډاډمنو ځايونو ته انتقال سي. د هغه په خبره تر اوسه پوري کومه ودانۍ او يا هم کوم هوټل نه دی زيانمن سوی.

د سختي ګرمۍ له امله په آلمان کي د استراحت د وخت غوښتنه

د اوروژنې ادارې په حواله د اطفايې څه د پاسه ۶۰ کارکوونکي، دوه هليکوپترونه او د اوروژنې دوې الوتکي د دوشنبې په ورځ په کورفو کي په فعاليت بوختي وې.

همدارنګه د يونان په نورو برخو کي هم د دوشنبې په ورځ د اور د لمبو په وړاندي مبارزې دوام درلود. په رودو کي د دوشنبې په سهار، دوو هليکوپترونو او د اور وژني دوو الوتکو خپل فعاليت له سره پيل کړ، تر څو د اور وژني له څه د پاسه ۲۶۰ کاروکوونکو سره مرسته وکړي.

Griechenland Rhodos Waldbrände | Evakuierung
د یونان په رودو کی د اورلگیدنی له امله خلک ډاډمنو ځایونو ته انتقال سويانځور: Argyris Mantikos/Eurokinissi/AP/picture alliance

د پوليسو په حواله په دغه ځای کي چي ۳۰ زره کسان پکښي اوسيدل، ټول بايد نورو ځايونو ته انتقال سوي وای. پوليسو د يونان په ټول تاريخ کي د انسانانو له «يوه ستر انتقال» څخه خبره کړې ده.

يونان اوس د ګرمۍ له يوې سختي څپې سره لاس او گريوان دی. لکه څنگه چي د هوا پيژندنې ادارې خبر ورکړی دی، د دغه هيواد په مرکز  او د پيلوپونيس په نيمه ټاپو کي د يکشنبې په ماپښيين د هوا تودښت له ۴۵ څخه تر ۴۶ اشاريه ۴ پوري ورسېد.

د نوموړي ادارې په وينا، يونان اوس په خپل تاريخ کي د گرمۍ تر ټولو اوږده څپه تجربه کوي. د يونان د هوا پيژندني ادارې په حواله به د دوشنبې په ورځ د حرارت درجه يو څه راکښته سي. خو د سې شنبې په ورځ يې يو وار بيا تر ۴۴ درجو پوري د تودښت اټکل کيږي.

GP/NZ/AG