په هلمند او شمالي وزیرستان کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې | افغانستان | DW | 24.12.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په هلمند او شمالي وزیرستان کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ «‎د ۲۰۱۷م کال د دسمبر په ۲۴ نیټه» د سړک غاړې یو ماین د ملکي کسانو پر موټر چاودلی چې له امله یې لږ تر لږه اوه ملکي کسان وژل شوي.

Afghanistan Anschlag in Lashkar Gah, Helmand (picture-alliance/Zumapress/Xinhua)

آرشيف انځور

د هلمند ولایت د ولایتي شورا غړي میرزا حسین علي زاده د آلمان خبري آژانس ته د پیښې په تړاو وویل چې دغه چاودنه د مارجې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې. په عین وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا ویلي چې [د چاودنې] له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د وژل شوو کسانو شمیر تر اوسه دقیق معلوم نه دی.

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې د روان کال د جنوري او د سپتمبر میاشتې تر پایه پورې په لاس د جوړو شویو چاودیدونکو توکو له امله شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې څخه ۳۷۱ تنه یې وژل شوي او ۴۳۲ تنه بیا ټپیان دي. د دې تلفاتو له دریو څخه یوه برخه یې بیا ماشومان تشکیلوي.

بل لوریي ته له پاکستان څخه په ترلاسه شوي یو رپوټ کې د پاکستاني چارواکو له قوله راغلي چې د بمونو د خنثی کولو د یوې ډلې خوا ته چاودنه شوې چې له امله یې د پاکستان درې سرتیري وژل شوي دي.

 

د کامران افریدي په نامه د پاکستان د حکومتي ادارې یوه چارواکي ویلي چې چاودنه د شمالي وزیرستان په غلام خان سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې سرتیرو تر د امنیتي کاروان مخې ته یو سړک [له ماینونو] پاکوو.

د دې پیښې مسوولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی. شمالي وزیرستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، یو وخت د القاعدې شبکې او نورو ترهګرو ډلو یو له سنګرونو څخه وو. پاکستان وايي چې په وروستیو کلونو کې د پوځ د عملیاتو له امله له دې سیمې څخه زیات شمیر جنګیالي اخراج شوي خو په دې سیمه کې بیا هم وخت نا وخته بریدونه ترسره کیږي.

اعلان