1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هايتي کې تاوتريخوالی؛ امريکایي او اروپايي ديپلوماتان وتلي

۱۴۰۲ اسفند ۲۱, دوشنبه

د مهاجرت نړيوال سازمان د هايټي مشر پورتو پرنس يو کلا بند ښار بللی دی. امريکا په دغه ښار کې له خپل سفارت څخه اضافي پرسونل ايستلی او د يکشنبې په ورځ د آلمان سفير او د اروپايي ټولنې استازي هم وتلي دي.

https://p.dw.com/p/4dNc3
په پورتو پرنس کې تاوتريخوالي
په پورتو پرنس کې تاوتريخواليانځور: Odelyn Joseph/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو پوځ د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې دغه هېواد له هايټي څخه د خپل سفارت اضافي يا غير ضروري پرسونل د هوا له لارې ايستلي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يوه ویاند هم بيا د ورځې په اوږدو کې وويل چې د آلمان سفير او د اروپايي ټولنې ديپلوماتيکي کاروونکي هم «په هايټي کې د ترنګلي امنيتي وضعيت له کبله» له دغه هېواد څخه وتلي دي.

دآلماند بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې سفارت یې ډومنيکان جمهوريت ته ګډه شوی دی او تر بلې اطلاعیې پورې به له هغه ځایه کار وکړي.

وضعيت تر هغه وروسته ډېر ګډوډ شو کله چې زورواکو ډلو په هېواد کې واک په لاس کې واخيست او د حکومت د پرځولو ګواښ یې کړی دی.

د امريکا پوځ څه ويلي؟

د امريکا متحده ایالاتو د پوځ جنوبي قوماندې په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «سفارت ته د هوا له لارې د پرسونل داخلول او راايستل په ټوله نړۍ کې زموږ د سفارت د امنيت د تقويه کولو له معيارونو سره سمون لري او په دې پوځي الوتکو کې د هايټي هیڅ تبعه ناست نه وو.»

د امريکا سفارت د ټولنیزو رسنیو له لارې روښانه کړې ده چې «پرانيستې» به وي.

په دې تړاو زياته شوې: «د امريکا سفارت ودانۍ او هوايي دګر ته څيرمه د بانډونو د تاوتريخوالي د زياتوالي له کبله د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پريکړه وکړه چې د سفارت د اضافي پرسونل د وتلو زمینه برابره شي.»

پرتو پرنس «محاصره» دی

د فيبرورۍ میاشتې په پای کې د تاوتريخوالي يوه څپه هغه وخت رامنځته شوې وه کله چې لومړی وزير ارييل هينري، د کينيا په سفر بوخت وو څو په دې ترڅ کې د ختیځې افريقا له دغه هېواد څخه د بانډونو سره د مبارزې په موخه د پوليسو ځواک استخدام حمايه کړي. د پوليسو استخدام د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن وو.

له هغه وخت راهېسې جنايي بانډونو د پلازمينې پورتو پرنس ډېره برخه په خپله ولکه کې اخيستې ده او پر مهمو زيربناو یې بريدونه کړي دي چې په هغه کې دوه زندانونه هم شامل دي چې هلته د ۳۸۰۰ بنديانو اکثريت په تېښته بريالي شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړيوال سازمان «آي او ام» د شنبې په ورځ وويل چې تر ۳۶۰ زرو ډېر وګړي له خپل کورونو بې ځایه شوي دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان د هايټي مشر فيليپه برانشات، د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل: «د هايټي وګړي د دې جوګه نه دي چې آرام ژوند وکړي. دوی په ویره کې ژوند کوي، هره ورځ او هر ساعت همدا ډول وضعيت دی او تراوما يا صدمه یې مخ پر زياتيدو ده.»

نوموړي زياته کړې: «په پلازمينه کې ميشت خلک د زندانيانو په څير دي. دوی د تېښتې لاره نه لري. پلازمينه د وسله والو ډلو او خطر په محاصره کې ده. ښار کلابند دی.»

په دې منځ کې د پورتو پرنس هوايي ډګر هم تړلی دی او د هېواد مهم بندر چې د خوراکي توکو د رسېدو اصلي لاره ده، د پنجشنبې په ورځ د چورچپاول وروسته خپل فعاليت ځنډولی دی.

د « Mercy Corps» غير دولتي موسسې ويلي دي چې «که چېرې موږ دغه (له خوراکي توکو ډکو) کانتینرونو ته لاس رسی ونه لرو، هايټي به له لوږې سره مخامخ شي.»

د کاريبيک سياسي او اقتصادي ډلې « CARICOM» د دوشنبې په ورځ د امريکا، فرانسې، کاناډا او د ملګرو ملتونو استازي په جمايکا کې د یوې غونډې له پاره رابللي دي، څو د وضعيت په تړاو خبرې اترې وشي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, epd, KNA)