په نړۍ کي ۱۶۴ميليونه کسان د کار په خاطر مهاجر سوي
۱۳۹۷ آذر ۱۵, پنجشنبهد کار نړيوال سازمان (ILO) چي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي یې د فامیلي، اجتماعي عدالت او کارگرانو د حقوقو په غوښتني سره دغه رپوت وړاندي کړی دی، همدارنگه ویلي دي چي د هغوی شمېر له ۲۰۱۳م کاله تر۲۰۱۷م پوري ۹ فیصده نور هم زيات سوی دی.
د دغه سازمان په حواله په داسي حال کي چي په دغه موده کي لوړ عاید لرونکو هیوادونوته لږ کسان د کارونو په خاطر مهاجر سوي دي، متوسط عاید لرونکو هیوادونو ته بيا مهاجرتونه ډیر سوي دي. خو بیا هم د رپوټ پراساس د دغو مهاجرو دوه پر دریمه برخه په لوړ عاید لرونکو هیوادونو کي ژوند کوي.
د دغو مهاجرو تقریباً ۲۴سلنه د اروپا په شمالي، جنوبي او لوېديځو برخو کي، ۲۳ فیصده په شمالي امریکا او ۱۴ سلنه یې په عربي هیوادونو کي ژوند کوي.
د کار نړيوال سازمان په خپلو دغو ارقامو کي ټوله هغه کسان په نظر کي نیولي دي چي نورو هیوادونو ته د کارونو له پاره تللي وي، که هغوی د لږ او مؤقت وخت له پاره هم وي. مثلأ د موسمي کارونو له پاره تللي وي، لکه د حاصلاتو راټولولو، نرسانو په توگه او یا د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي.
دغه سازمان ټوله هغه انسانان هم په خپلو ارقامو کي شامل کړي دي چي په غیر قانوني ډول او بې رسمي اقامې په یوه هیواد کي په کار بوخت وي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 04.11.2018)