په ننگرهار کې د حکومتي عملیاتو پر مهال دوه ښوونکي وژل شوي دي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبهد چپرهار یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې تېره شپه شا او خوا یوه بجه د دغې ولسوالۍ په اغزو سیمه کې د ننګرهار له هوايي ډګر څخه رهبري کېدونکې «۰۲ قطعې» عملیات کړي چې پکې د دوو ښوونکو په ګډون څلور کسان وژل شوي او د مولوي نورآغا په ګډون پکې یو شمېر ټپيان دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند آصف شینواري، دویچه ویله ته وویل چې عملیات د اغزو په کلي کې د ننګرهار لېسې برحاله سرپرست مدیر مولوي نور آغا، پر کور تر سره شوي چې په ترڅ کې يې نوموړی ټپي شوی او دوه زامن یې وژل شوي دي. د ننګرهار لېسه په جلال آباد ښار کې پرته ده. شينواري زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د چپرهار د مسلکي انستیتیوت استاد ګل جان، د هغه زوی او د چپرهار لېسې ښوونکی هم وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی د عملیاتو پخلی کړی خو ويلي یي دې چې د پېښې په اړه به بشپړ معلومات وروسته له رسنيو سره شريک شي. دا په داسې حال کې ده جې د «۰۲ قطعه» چارواکي هم د خپلو عملیاتو په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.
اميد ديدار ، ننگرهار