په ننګرهار کې د سړک د غاړې ماین پنځه کسان ووژل | افغانستان | DW | 20.04.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په ننګرهار کې د سړک د غاړې ماین پنځه کسان ووژل

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې یوه ماین پنځه کسان وژلي دي. په پیښه کې تر لسو ډیر کسان ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼي، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې پیښه د جمعې په ورځ په هسکه مینه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د دغه افغان چارواکي په خبره په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور بیا ټپیان دي.

خوږیاڼي ویلي دي چې د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو خوږیاڼي یې مسئولیت پر طالبانو باندې اچولی دی. د هغه په خبره طالبان وخت نا وخته په سیمه کې د افغان چارواکو او امنیتي ځواکونو د په نخښه کولو په موخه د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کوي.

افغانستان په نړۍ کې د ماینونو د قربانیانو تر ټولو لوړ شمیر لري چې هر کال ډیرو ملکيانو ته پکښې مرګ ژوبله اوړي. د روانې اوونۍ په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نمایندګي «یوناما» وویل چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کي په افغانستان کې ۷۶۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

اعلان