په نايروبي کي ۶۴ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده
۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبهاعلان
د کينيا په پلازمېنه نايروبي کي د سرويس موټرو په يوه تمځای کي د چاودني له کبله ۴کسان وژل سوي دي او ۶۰ نور ټپيان سوي دي. د داکټرانو په وينا په ژوبل سوو کي د زياتو کسان روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.
د کينيا پوليسو ويلي دي چي ښايي د دغه بريد تر شا د گاونډي هيواد صوماليا د توندلاري ډلي الشباب لاس وي. پوليسو زياته کړې ده چي دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه، کله چي د سرويس په تمځای کي پر ولاړو خلکو لاسي بمونه وغورځول سول.
الشباب د صوماليې زياتره برخه تر خپل کنترول لاندي لري. کينيا په اکتوبر کي خپل عسکر د صوماليا و پولو ته لېږلي ول تر څو د الشباب پر ضد عمليات وکړي. کينيا تر هغه وروسته خپل عسکر صوماليا ته لېږلي ول چي پر الشباب تور ولگېدی چي يو بهرنی يې د کينيا څخه تښتولی دئ.