1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي درې زره کلن زاړه قبرونه پيدا سوي

۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعه

د مصر لرغون پيژندونکو د لوړپوړو کشيشانو څه نا څه درې زره کلن قبرونه پيدا کړي، چي پکښي له ډبرو او لرگيو څخه جوړ ډير تابوتونه ښخ ول.

https://p.dw.com/p/3X66H
Ägypten Tal der Könige in Luxor | Präsentation Sarkophag-Fund, 30 Särge
انځور: Reuters/A. Abd El Ghany

د مصر د لرغون پيژندني وزارت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي دغه تابوتونه د ال غريفه په کيندنو کي پيدا سوي دي. کيندني د قاهرې په شاوخوا ۳۰۰ کيلومترۍ سوي دي.

په ۱۶ قبرونو کي په مجموعي ډول ۲۰ تابوتونه پيدا سوي دي چي پر ځينو يي د هيروغليف پخوانۍ مصري کرښې ليکل سوي دي.

د هغه په خبره، په دغو تابوتونو کي د سپوږمۍ رب النوع «تهوت» او همدارنگه د صعيد مصر د سيمې د افتخاراتو د مشر په څير چي درې زره کاله مخکي هلته ښخ سوی، د ډيرو نورو راهبانو د جسد پاتي شوي ليدل کيږي. يو تابوت په آسماني رب النوع «هوروس» پوري اړه لري.

لرغون پيژندونکو علاوه پر دې په قبرونو کي۱۰ زره داسي شنې او زرغونې مجسمې پيدا کړي دي چي له خټو او ځيني يي په بشپړ ډول له سرو زرو جوړي سوي دي.

د مصر حکومت له څو کلونو راهيسي له لرغون پيژندونکو څخه غوښتنه کوي چي کيندني وکړي، ترڅو په ۲۰۱۱م کال کي ترعربي پسرلي وروسته، نوموړي هيواد ته يو واربيا سيلانيان راجذب کړي.

(G.P/N.Z(AG