1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کي بيا د مظاهرو پر مهال تاوتريخوالی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۵, سه‌شنبه

په قاهره کې د مرسي د پلویانو مظاهرې یو ځل بیا له تاوتریخوالي سره مل شوې. دا په داسې حال کې ده چې په مصر کې د پوځ له خوا د واک تر نیول کیدو وروسته، د لومړي ځل له پاره یوه لوړپوري امریکایي چارواکي دغه هيواد ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/198jQ
epa03789085 Supporters of ousted Egyptian President Mohamed Morsi escape from tear gas after clashes with anti-riot police during a blockade of the Sixth of October-Bridge in Ramsis, Cairo, Egypt, 15 July 2013. Clashes were reported to have erupted in downtown Cairo on 15 July evening between police forces and supporters of Morsi demanding his reinstatement. Violence broke out after police fired teargas at the pro-Morsi protesters to clear the Sixth of October-Bridge, which was completely blocked by the demonstration. EPA/KHALED ELFIQI +++(c) dpa - Bildfunk+++
Pro Morsi Demonstation Ägypten Kairoانځور: picture-alliance/dpa

په قاهره کې د دوشنبې په ورځ هم د مرسي د پلویانو او پولېسو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې. دغه نښتې هغه وخت وشوې چې مظاهره کوونکي تر روژه مات وروسته سړکونو ته راووتل او د پوځ پر ضد يې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

دا په قاهره کې د لسهاوو تنو مظاهره کوونکو تر وژل کیدو وروسته د تاوتریخوالي لومړۍ پېښي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوس د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیا ویلیم برنز، د یوه دوه ورځني سفر په ترڅ کې مصر ته رسیدلی دی.

دغه امریکايي چارواکي د دوشنبې په ورځ د مصر د انتقالي حکومت له چارواکو سره ولیدل. برنز مصر ته تر رسېدو وروسته وویل: «زه مصر ته له امریکايي حل لارو سره نه یم راغلی. زه دلته همداراز کوم کس ته د لکچر ورکولو په موخه هم نه یم راغلی. موږ نه غواړو چې پر مصر باندي خپل مدل وتپو.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې امریکا به د مصر په موضوع کې د کوم ګوند او یا هم وګړي پلوي و نه کړي. هغه وویل: «حقیقت خو دا دی چې یوازي مصریان کولای شي چې هغه اړیني سختې پریکړې وکړي چې د یوې دیموکراتي او داسې ټولني د جوړیدو له پاره ضروري دي چې پکښې زغم موجود وي او ټول کسان پکښې ونډه ولري.» دغه امریکایي چارواکي همداراز وویل چې امریکا به تل د مصر یو نژدې متحده پاته شي.

برنز مصر ته د خپل سفر پر مهال د اخوان المسلمین له استازو سره ونه لیدل. د دغه ډلي پلویان غواړي چې د مصر راپرځول شوی ولسمشر محمد مرسي، یو ځل بیا واک ته ورسیږي. په همدې حال کې برنز د «تمرد» خوځښت له استازو سره هم و نه لیدل. دغه خوځښت له لومړي سره د مرسي پر ضد مظاهرې پیل کړې او تر هغه وخته پورې په سړکونو کې پاته شول چې مرسي د پوځ له خوا له واکه ګوښه شو.

دا په داسې حال کې ده چې د اخوان المسلمین پلویانو پر امریکا متحده ایالاتو باندي تور لګولی دی چې د مرسي د راپرځولو اصلي پلان یې جوړ کړی دی او پوځ یوازي هغه پلي کړی دی.

د اخوان المسلمین ویاند فرید اسماعیل، وویل: «امریکايانو پوځي کودتا وکړه. هغوی نه یوازي نوي مشران په رسمیت وپیژندل، بلکې هغوی [امریکایانو] کودتا عملي کړه. موږ په دې خبره پوهیږو او په اړه یې دقیق معلومات لرو.»

په همدې حال کې برنز د مصر له پوځ څخه وغوښتل چې د سیاسي ډلو د مشرانو له نیولو څخه لاس واخلي. هغه همداراز د مرسي پر پلویانو باندي غږ وکړ چې په سوله ییز سیاسي بهیر کې ونډه واخلي.