په مرسېل کې د چاقو بريد په پايله کې دوه تنه ووژل شول | آلمان او نړۍ | DW | 01.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په مرسېل کې د چاقو بريد په پايله کې دوه تنه ووژل شول

د فرانسې د مرسېل ښار په عمومي تمځای کې یوه سړي په دوو لارويانو باندې د چاقو بريد کړی. پوليسو بريدګر په ډزو وژلی او اړونده سيمه يې تړلې ده.

د پوليسو په حواله ښايي دغه بريد تروريستي انګيزه ولري. ويل کيږي چې بريدکوونکي د «الله اکبر» ناره کوله. د سېنتينل په نوم د ترهګرۍ ضد عسکرو پر بريدکوونکي ډزې وکړې او هغه يې وواژه.

Frankreich Marseille Bahnhof Saint Charles (Imago/Loop Images/Iksung Nah)

خلکو ته ويل شوي چې تمځای دې خالي کړي.

امنيتي کړيو ويلي چې بريدګر «خنثی» کړل شوی دی. د ترهګرو پېښو ارزونکې د پاريس لويې څارنوالۍ د دغې پېښې په اړه لا پلټنې نه دي پيل کړي. د ماسپښين په موده کې له عدلي چارواکو څخه داسې اورېدل کېدل چې د پېښې ارزونه لا جريان لري. د فرانسې د کورنيو چارو وزير، ژېرارد کولومب، د تويتر د لارې اعلان کړی دی چې د فرانسې په سويل کې پروت د مرسېل ښار ته به ډېر ژر ورشي. له دې وروسته د فرانسې ولسمشر، امانويل مکرون، هم وويل چې هغه د چاقو په واسطه د «بربري» بريد له کبله چې په پايله کې يې دوو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی «خورا راپارېدلی او په غوسه» دی.  

اعلان