1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په لاهور کې د عطرو په فابریکه کې ۱۱ کسان وژل شوي

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د پاکستان په لاهور ښار کې د عطرو جوړولو په یوه کوچنۍ فابریکه کې د ګازو سلنډر د چاودیدو او اور لګیدنې په پایله کې یوولس کسان وژل شوي دي. دغه خبر د ژغورنې ډلې او پولیسو ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3Wvq5
Pakistan Lahore Explosion Parfumfabrik
انځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

اسوشیتد پرس خبري آژانس په لاهور ښار کې د ژغورنې ډلې یوه چارواکي رانا اظهار، له قوله لیکلي دي چې د ګاز ډبې د چاودنې په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي هم دي. زیاته شوې ده چې د چاودنې په پایله کې د فابریکي چت راولوید او اور ولګیده.

د رانا اظهار په خبره چاودنه دومره زوروره وه چې دغه فابریکې ته څیرمه کورونو ته یې هم زیان اړولی دی. روغتیایي چارواکو ویلي دي چې د یوه ټپي وضعیت کړکیچن دی.

یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د ګاز سلنډرونو چاودلو او یا دې ته ورته پيښې د خوندیتوب د نیمګړو معیارونو او خرابو زیر بناوو له کبله معمول دي. پولیسو او ژغورونکي ډلې ویلي دي چې د ګاز سلنډر د چاودیدو علت روښانه نه دی.

عیني شاهدانو اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی د یوې درنې چاودنې غږ واورید او په څو دقیقو کې ودانۍ د اور لمبو ونیوله.

د تلویزونونو له لوري په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې اور وژونکي عمله د اور د لمبو د خاموشه کولو هڅې کوي او په ودانۍ کې د بندو پاتې شوو کارګرو خپلوان د مرستې له پاره چیغې وهي. وروسته چارواکو وویل چې د ژغورنې چارې سرته رسیدلي او په ودانۍ کې څوک ژوندی نه دی پاتې.

د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې په پنجاب ایالت کې په یوه روان اورګاډي کې د پخلي پر مهال د ګاز یوه ډبه چاودلې وه چې ۷۴ تنه پکې وژل شوي.

(S.R/N.Z(AP