په قاهره کي نزدې ۲۰۰ زره انسانانو مظاهره کړې ده
۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبهاعلان
په مصر کي د جمهور رئیس محمد مورسي پر ضد د اپوزیسیون مخالفت مخ پر زیاتېدو دی. د سه شنبه تر ماښامه پوري په قاهره کی د تحریر په نامه میدان کي نزدې۳۰۰۰۰۰ انسانان راټول سوي ول، چي د مورسي او د ده د هغه فرمان پر ضد مظاهرې وکړي چي له مخي يې هيڅ حکم او فرمان نور په محکمه کي تر پوښتنې لاندي نه راوستل کيږي. د شپې له خوا نور په سوو کسان هم دغه میدان ته راغلل. په دغه ځای کی د امریکا سفارت ته پر لار د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ سخت اخ وډب هم رامنځته سو. په سوو ځوانانو د ډبرو وارونه کول او پولیسو هم د هغو په مقابل کي له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار اخیست. په دې ترڅ کي یو ځوان سړی وژل سوی دی. په الکساندریه او صنعتي ښار ال محاله کي هم د مظاهره کوونکو او اسلامیستانو ترمنځ نښتې رامنځته سوي دي. د چارواکو په حواله د سلو په شاوخواکي انسانان زخمیان سوي دي.