په فراه کې لسګونه طالبان او د امنیتي ځواکونو سرتیري وژل شوي | افغانستان | DW | 10.03.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په فراه کې لسګونه طالبان او د امنیتي ځواکونو سرتیري وژل شوي

د شنبې په ورځ افغان چارواکو وویل چې د افغانستان په غربي ولایت فراه کې د وسلوالو طالبانو په یوه کمین کې ۱۸ حکومتي عسکر او لسګونه طالبان وژل شوي دي.

فرید احمد بختاور د فراه د ولایتي شورا رئیس د آلمان خبري آژانس ته د پیښې په تړاو وویل چې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو اته سرتیري او لس پولیس سرتیري د طالب جنګیالیو په یوه کمین کې وژل شوي دي. د هغه په وینا دغه کمین د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د جمعې په شپه ترسره شوی دی.

بختاور د آلمان خبري آژانس ته همدا راز وویل چې په دې برید کې شاوخوا ۴۰ طالبان جنګیالي هم وژل شوي نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د بهرنیو ځواکونو جت الوتکو د طالبانو پر هدفونو بمباري کړې چې له امله یې یوه کورنۍ له منځه تللې.

طالب جنګیالیو د دې برید مسوولیت منلی دی او وايي چې په دې برید کې یې د کمانډو ۵۳ سرتیري وژلي دي. طالبانو له افغان سرتیرو څخه د نیول شوو وسلو او تجهیزاتو انځورونه هم خپاره کړي.

د افغانستان په غرب کې د افغانستان د پوځ یوه ویاند نجیب الله نجیبي هم د برید پخلی کوي خو د طالبانو لخوا د تلفاتو ورکړل شوې شمیرې ردوي.

دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کیږي چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو ۱۷ سرتیري د افغانستان په شمالي ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې ووژل شول. دغه سرتیري د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې وروسته له هغې ووژل شول کله چې یو شمیر طالب جنګیالیو د ملي اردو او د محلي پولیسو پر یو شمیر امنیتي پوستو همغږي بریدونه ترسره کړل.

په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت چې ناټو په افغانستان کې د خپل جګړه ایز ماموریت د پای اعلان وکړ، په افغانستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې تقریباً هره اونۍ بریدونه ترسره کیږي.

انځورونه: د افغانستان د ځانګړو ځواکونو روزنه پیاوړي کیږي، یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:

 

DW.COM

اعلان