1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شپږو میاشتو کې د افغانستان د کړکیچ د حل لارې د موندلو پر سر توافق

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۱ بهمن ۱۶, دوشنبه

افغان ولسمشر په بریتانیا کې د دې هیواد د لومړي وزیر په کوربه توب له خپل پاکستان سیال سره ولیدل. افغان او پاکستاني مشرانو په راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان د کړکیچ له پاره د یوې سوله ییزې حل لارې د موندلو هوډ وکړ.

https://p.dw.com/p/17Xy4
انځور: picture alliance/empics

تر دغې درې اړخیزې غونډې وروسته درې واړو مشرانو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دیوید کمرون د دفتر له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «درې واړو اړخونو د دغه کار پر اهمیت باندې سره توافق وکړ او ژمنه یې وکړه چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې به د افغانستان د کړکیچ له پاره د یوې سوله ییزې حل لارې د موندلو په موخه په ټولو ضروري اقداماتو لاس پورې کړي.»

همداراز درې واړو مشرانو له طالبانو څخه وغوښتل چې په قطر کې د یوه دفتر د پرانیستلو له پاره ضروري اقدامات تر سره کړي.

په خپرې شوې اعلامیه کې زیاته شوې ده: «د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کمرون ټینګار وکړ چې هغوی د طالبانو او د سولې عالي شورا تر منځ د خبرو اترو په موخه په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو ملاتړ کوي.»

په بریتانیا کې د درې اړخیزه خبرو اترو اصلي موخه د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کول وو. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغانان تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د یوې کورنۍ جګړې د پیلیدو په اړه اندیښنه لري. تر دې نیټې پورې به ټول بهرني جنګي سرتیري له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه به پخپله افغانانو ته وسپاري.

د افغانستان او پاکستان اړیکې

کرزي د دوشنبې په ورځ له آصف علي زرداري سره تر لیدو وروسته وویل چې هغه هیله من دی چې له پاکستان سره د «ورورولۍ» اړیکې ولري. کرزي زیاته کړه چې درې واړو مشرانو له یو بل سره واضح خبرې اترې وکړې. هغه همداراز یو ځل بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې په خبرو اترو کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، هم ټینګار وکړ چې هیواد یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي. هغه وویل چې «د افغانستان سوله د پاکستان د سولې په معنی ده».

کرزي وویل چې هغه هیله من دی چې له پاکستان سره د «ورورولۍ» اړیکې ولري.
کرزي وویل چې هغه هیله من دی چې له پاکستان سره د «ورورولۍ» اړیکې ولري.انځور: picture-alliance/dpa