1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رضا کاران د مهاجرو ملاتړ ته راپاڅیدلي

پیتر جیوجیف/ ستار جهش۱۳۹۴ دی ۵, شنبه

په شرقي اروپا کې چې حکومتونه د مهاجرو په مرسته کې پاتې راغلي دي اوس د ټولنیزو رسنیو له لارې یو ځاې شوي رضاکاران د هغوې مرستې ته پاڅیدلي دي. پیتر جیوجیف یې په اړه له سوفیا څخه دا رپوټ چمتو کړی دی.

https://p.dw.com/p/1HTwi
Bulgarien Demonstration für Flüchtlinge ARCHIV
انځور: BGNES

کیمو ملک هغه مهال تیلیفوني اړیکه قطع کړه چې پر دې پوه شو چې د ده له پاره یو ګواښ جوړوي. څو ثانیې وړاندي د هغه تیلیفون ته اړیکه نیونکي ویلي وه چې د اروپا څخه د ده له پاره یو څه رالیږل شوي دي او دی کولی شي تر لاسه یې کړي. ملک چې د ګامبیا څخه دی تمه یې نه درلوده چې له اروپا نه ورته څه راشي. د دې تیلیفوني اړیکي معنی دا وه چې کوم څوک غواړي پر دې پوه شي چې ایا هغه په کور کې دی او که نه. د ملک د مهاجرت ژوند له دې وروسته پیل شو.

په ۲۰۰۹کال کې د ګامبیا هیواد په سیریکوندا ښار کې په یوې ورځپاڼه کې ملک د امتحاني دورې کارکونکي په توګه کار کاوه. دی له هغې وروسته د ځورونې هدف وګرځید چې د دې هیواد ولسمشر یحیی جامع په اړه یې ځیني معلومات خپاره کړل. یحیی جامع په وار وار سره د بشري حقونو په تر پښو لاندي کولو او د رسنیو د خپلواکۍ پر محدودولو تورن شوی دی.

ملک ته دې تیلیفوني اړیکي دا ګواښ ورساوه چې که غواړي کورنۍ یې محافظت کړي نو باید مهاجرت ته زړه ښه کړي له همدې کبله هغه سینیګال ته راغی او بیا لیبیا ته او همداراز له مدیترانې سمندرګي څخه په یوې کښتۍ کې تیر شو. په ۲۰۱۳کال کې بلغاریا ته تر رسیدو وروسته د ملک د مهاجرت سفر هم پای ته ورسید.

Bulgarien Wohltätigkeitsaktion Friends of the refugees
انځور: Friends of the refugees

له یو کړکیچ څخه تر تیښتې وروسته ملک په یو بل کړکیچ کې ګیر پاتې شو، خو دا ځل هغه سره د مرستې له پاره کسان شته. دا مرسته کوونکي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دي چې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) له لارې یې یوبل سره اړیکې ټینګې کړي دي او د اروپایي هیوادونو مرستې ته راغلي دي تر څو په سلونو زره مهاجر په سمه توګه تنظیم شي.

«د مهاجرو ملګري»

له هغې وروسته چې لومړني سوریایي مهاجر بلغاریا ته ورسیدل، دا خبره هم روښانه شوه چې د دې هیواد حکومت نه شي کولای هغوی ته پاملرنه وکړي. نو ډیر ژر په فیسبوک کې د «مهاجرو ملګري» تر نامه په یو ګروپ کې رضاکاران سره راټول شول چې پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي.

ماریا چیریشیوا چې یوه ژورنالیسته ده له هغو کسانو څخه ده چې دا رضاکارانه فعالیت یې پیل کړ. له خپلو همکارانو سره یو ځای هغې د سوفیا ښار په سړکونو کې له خلکو څخه د مهاجرو له پاره د مرستو غوښتنه کوله. سلونو رضاکارانو د خوړو، اوبو، جامو او نورو اړینو موادو ټولولو یوه شبکه جوړه کړه چې دا مواد یې وروسته په «پاستروګور» سیمه کې مهاجرو ته رسول.

چیریشیوا وايي: «دا [د مهاجرو څپي] د کنترول وړ نه وي خو په عین حال کې ډیرې داسې واقعې راپیښې شوې چې ما ته یې روحیه راوبښله. یو بیګانه کس ما ته په یو پاکټ کې ۲۵۰یورو راکړې. ما له هغه وپوښتل، ولي دې دا کار وکړ؟ موږ یو غیر دولتي سازمان (NGO) نه یو بلکه عادي خلک یو. هغه بیګانه کس په ځواب کې راته وویل چې، همدا یې لامل دی چې دا کار مې وکړ.»

لیدیا ستایکوا چې ۴۴کاله عمر لري د ترکیې سره پر پوله په بلغاریا کې یو کمپ کې په انګلیسي او بلغاریایي ژبو درس ورکوي. هغه وایي: «له پیل څخه چارواکو او رسنیو داسې یو چاپیریال برابر کړ چې د مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل شو.»

له هغې وروسته چې ملک بلغاریا ته راغی نو چیریشیوا ورته یو زوړ لپتاپ ورکړ تر څو خپل مهارتونه ډیر کړي او له هغې وروسته ستایکوا په فیسبوک کې یو متن ولیکه چې له کبله یې ملک په سوفیا کې دنده پیدا کړه.

Flüchtlinge an der türkisch-bulgarischen Grenze
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د بلغاریا او ترکیه پر پولې مهاجر

اروپا ته د رسیدو له پاره بلغاریا د مهاجرو لومړنی تمځای دی.

کله چې د ستایکوا په شان فعالان له کمپونه څخه لیدنه کوي نو داسې حالات وینې چې که خلک پرې خبر شي نو به حکومت تر نیوکو لاندې راسي.

هغه وایي: «زه پر ډیرو موضوعاتو سترګې پټوم. که چیرې زه یې په اړه چاته ووایم نو حالاتو کې به بدلون را نه شي خو هغوی [حکومت] به ما ته د مهاجرو کمپ ته د تلو اجازه رانکړي. تیر کال هم د یوې نیمې میاشتې له پاره زه کمپ ته له تللو منع شوې وم.»

د ملک د پناه غوښتنلیک د بلغاریا د حکومت له خوا درې ځلې رد شوی دی. خو هغه په مسکا سره وایي چې د «مهاجرو ملګري» ډله هغه ته هیله وربښي او له دې هیواد څخه د تګ فکر ورته نه راځي.

هغه وايی: «زه غواړم دلته پاتې شم. زه ښه احساس کوم. دا هغه څه دې چې زه یې په لټه کې وم. یو ښه چاپیریال او ښه خلک.»