په سوریه کي وسله والي نښتي دوام لري | دويچه ويله پښتو | DW | 28.10.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په سوریه کي وسله والي نښتي دوام لري

په سوریه کې د اختر په شپو او ورځو کې د یوه اوربند پر سوي د شوي توافق سربیره هم خونړۍ پیښې ادامه لري. اپوزیسیون د شنبې په ورځ په ټول هیواد کې د دولتي ځواکونو سره د نښتو د رامنځ ته کیدو رپوټونه ورکړي دي، چې په کې ۲۰ تنه وژل شوي دي. د سوریې د فعالینو په وینا دغه اوربند چې د جمعې له ورځې څخه د څلورو ورځو له پاره نافذ العمل وو څخه څو څو وارې سرغړونه شوې ده.

د سوريي ځواک د ملگرو ملتونو او عربي لیگ د ځانگړي استازي لخضر براهیمي له خوا په اختر کې د اوربند د وړاندیز څخه ملاتړ کړی وو خو په عین وخت کې یې پر ځواکونو د بریدونو پر وخت د دفاع حق د خوندي ساتلو خبره هم کړې وه. د سوریې وسله وال اپوزیسیون هم د جمعې د ورځې څخه د پیلیدونکي اوربند سره موافقه کړې وه خو په دې شرط چې دولتي ځواکونه هم پر اوربند پر ژمنه ولاړ پاتې شي.

اړوند مطالب