په سوریه کي بیا هم پر نړیوالو سرتېرو باندي بریدونه سوي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 20.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په سوریه کي بیا هم پر نړیوالو سرتېرو باندي بریدونه سوي دي

د ملګرو ملتونو د ناظرینو په حواله د دوی خلک په سوریه کي تل تر بریدونو لاندي راځي. یوازي په تېره اوونۍ کي نړویوال بې وسلې عسکر لس واره تر بریدونو لاندي راغلي دي. د ګډون کوونکو په حواله دغه خبره رابرت مود په نیویارک کي د امنیت شورا یوې ځانګړي غونډي ته کړې ده. د ملګرو ملتونو د شین خولیو د ماموریت مشر هیروا لاد سوس هم پس له هغه ویلي چي په سوریه کي دا ډول ماموریت نور نه سي کولای ادامه پیدا کړي. خو په دې اړه یې د نورو مشخصو امکاناتو په اړه څه نه دي ویلي. په سوریه کي د تېرو ورځو زورزیاتیو ته په کتو سره د ملګرو ملتو ماموریت په ټپه درېدلی وو. خو بیا دغه ۳۰۰ سرتېري مکلف دي چي په دغه هیواد کي پاته سي. دوی د امنیت شورا له خوا د دې له پاره سوریې ته رااستول سوي دي چي د پاڅون کوونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ اوربند تر څارني لاندي ونیسي. خو دوی نه سي کولای چي د زورزیاتي مخنیوی وکړي.

اړوند مطالب