1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کي له اوربند سره د ايران او روسيې مخالفت

۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ژنيو د خبرو اترو د درېدو يو دليل د سوريې په حلب ښار کي د اسد پرمخالفانو باندي د روسيې بمباري ښوولی دی. روسيې اعلان کړی دئ چي له ټولو تروريستي ډلو سره مبارزې ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/1HpYo
Syrien Aleppo Zerstörung Bombardierung
انځور: Reuters/A.Ismail

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د فيبروري ۳مه) د سوريې د مخالفانو په حواله ويلي دي چي د حلب ښار په شاوخوا کي د روسيې د هوايي ځواک په بمباريو کي د وژل سوو کسانو ډېر ملکيان دي.

هغه دغه راز  اندېښنه ښوولې ده چي دغه بريدونه له سیمي څخه د نورو انسانانو د وتلو لامل سوي او دغه راز کيدای سي چي سيمي ته د بشردوستانه مرستو پر مخ لاري وتړل سي.

کربي خبريالانو ته وويل: «دا ډيره سخته ده چي پر ملکيانو باندي هوايي بريدونو د سولي روان بهير له خنډونو سره مخامخ کړی.»

هغه دغه راز د سوريې له پاره د ملگرو ملتنو د ځانگړي استازي ستفن ديميستورا په حواله وويل چي د ژنو د خبرو اترو د ځند دليل په بشردوستانه مرستو کي ځنډ او پر ملکيانو باندي بمباري دی.

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اعلان کړی دئ چي خبري اتري به درې اونۍ وروسته له سره پيل سي. که څه هم په ژنيو کي له تيري جمعې ورځي خبري اتري رواني وې خو دواړو اړخونو د رسمي خبرو اترو له پيلېدو انکار وکړ.

دغه پريکړه له هغه وروسته وسوه چي د سوريې پوځ د روسيې په هوايي ملاتړ سره د حلب ښار په شمال کي پرمختگ وکړ او په دغو عملیاتو کي له ترکيې څخه حلب ښار ته د مخالفانو يوه مهمه تدارکاتي لار بنده سوه او مخالفان کلابند سوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيړي، د چهارشنبې په ماښام په دې اړه په غبرگون کي ويلي دي چي د سوريې د حکومت او متحدانو تلاښونه ئې دا ښيي چي دوی د يوې سياسي حل لاري پر ځای پوځي لار غوره کړې ده.

په دغه وينا کي له سوريې او متحدانو څخه غوښتل سوي دي چي څو د سوريې پر مخالفانو په ځانگړې توگه حلب ښار باندي بمباري ودروي.

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف بيا د بمباريو پر دوام باندي ټينگار کړی دئ او ويلي ئې دي چي دوی به تر هغه وخته پوري هوايي بمباريو ته دوام ورکړي څو ئې «تروريستي» ډلي له منځه نه وي وړي. هغه نصرت جبهه او جيش الاسلام دوې تروريتسي ډلي يادي کړي دي.

جيش الاسلام هغه ډله ده چي په ژنيو کي ئې د سولي په خبرو اترو کي گډون کړی دئ. د دغي ډلي ملاتړ ترکيه او عربستان کوي.

د ايران د رهبرۍ مشاور علی اکبر ولايتي، هم تيره ورځ په مسکو کي په سوريه کي اوربند رد کړی دئ: «دا بې معنی ده چي په سوريه کي اوربند وسي او تروريستانو ته د ځواکونو د سمبالولو وخت ورکړل سي.»