په سعودي عربستان کې څلور پاکستانیان اعدام شوي | سيمه | DW | 09.02.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په سعودي عربستان کې څلور پاکستانیان اعدام شوي

په سعودي عربستان کې د څلورو پاکستاني وګړو د اعدام د سزا حکم عملي شوی دی. د رپوټونو له مخې دغه کسان د وژنې او جنسي تیري په جرمونو محکوم شوی ول.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ اعدام شوي دي. د فرانسې خبري آژانس د سعودي عربستان د چارواکو له قوله په دې اړه په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه کسان د محکمې له لوري پر دې تورن شوي وو چې پر یوې ښځې یې لومړی جنسي تیری کړی وو او بیا یې وروسته وژلې وه. زیاته شوې ده چې همداشان د دغې میرمنې پر یوه تنکي زوی هم جنسی تیری شوی وو.

د سعودي عربستان د اس اې پي، خبري آژانس په وینا دغه څلور کسان د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې یوه کور ته ننوتي وو او د ګاڼې پر غلا کولو سربیره یې پر دغې ښځې او د هغې پر تنکي زوی جنسي تیری کړی وو او بیا وروسته یې هغه زندۍ کړې وه.

د فرانس پرس د خبري آژانس د ارقامو له مخې د ۲۰۱۸م کال له پیل راهیسې تر اوسه په سعودي عربستان کې د شلو تنو د اعدام حکم عملي شوی دی.

په تیر میلادي کال کې بیا په بیلا بیلو جرمونو کې ښکیل ۱۴۱ تنه اعدام شوي وو. په دغه هیواد کې د اعدام حکم د تورې په واسطه عملي کیږي.

اعلان