۲۷۰۰ مهاجر د خپلو کورنیو غړي لټوي
۱۳۹۶ دی ۷, پنجشنبهپه آلمان کي ډېر مهاجر ورک یا لادرکه شوي دي. د دوی د کورنۍ غړي او خپلوان کوښښ کوي چې د آلمان د سره صليب د لټون د خدماتو انټرنټ پاڼې (DRK) له لاري يې پيدا کړي.
د روان ۲۰۱۷ م کال له جنورۍ مياشتي د دسمبر میاشتې تر نیمایې پورې په دې انټرنټ پاڼه کې د۲۷۰۰ تنو د لټون له پاره نوي غوښتنلیکونه وړاندې شوي دي. دغه ارقام د "Die Welt" آلمانۍ ورځپاڼې د DRK د لټون خدماتو د ابتدایې بیلانس په حواله د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ خپاره کړي دي.
په ۲۰۱۵ م کال کې کله چې آلمان ته د مهاجرو د راتګ لړۍ خپل اوج ته رسیدلې وه په هغه وخت کې دغه شمیر ۱۰۵۳ وو.
د DRK یا د آلمان د سره صلیب مشره ګیردا هاسلفیلدت، د یوه اندیښمن پرمختګ خبره کوي: «تر ټولو بیرونکې خو د هغو بی سرپرسته کم سنه ماشومانو لوړ شمیر دی چې یا خو پخپله د خپلو خپلوانو په لټه کې دي او یا هم دوی د هغو له خوا لټول کیږي». دا خبره هاسلفیلدت د «دي ولټ» ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې کړې.
د هاسلفیلدت، په خبره په دې کې تر ۱۰۰۰ ډیري نجوني او هلکان دي. د تیرکال په پرتله د لټونو په شمیر کې کوم بدلون نه دی راغلی.
نوموړې زیاتوي ډیري هغه مهاجر چې په آلمان کې یې د خپلو کورنیو د غړو د لټون له پاره عریضې وړاندې کړي دي د افغانستان، سومالیا او سوریې هیوادونو اتباع دي: «د کورنیو له پاره تر دې ډیر بدتر به څه وي چې نه پوهیږي د کورنۍ غړی یې ژوندی دی او یا هم څه ورته پیښ شوي دي؟»
د لټون د خدماتو د دغې مشرې په خبره د کورنۍ د غړو د هر دوهم لټون په هکله د DRK-Suchdienst یا د آلمان د سره صلیب د لټون انټرنټي خدمات کولی شي مرسته وکړي او یا هم لږ تر لږه معلومات وړاندي کړي. خو د لټون د ډیرو مواردو په اړه له بده مرغه باید فرض کړو چې دوی به د مهاجرت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
نوموړۍ په دې هکله د توضیحاتو په ترڅ کې وویل: «د مهاجرت په مختلفو مسیرونو کې د وژل شوو کسانو تشخیصول همیشه ممکن نه وي، له همدې امله د ډیرو داسې کسانو د برخلیک په هکله وضاحت همداسې نامعلوم پاتيږي».
dpe,AFP(S.N/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: