په رواني ناروغيو د اخته مهاجرو د درملني غوښتنه
۱۳۹۷ اردیبهشت ۴, سهشنبهد لیوپولدینا علمي ملي اکاډمۍ نن سه شنبه (۲۰۱۸م کال د اپریل ۲۴ نیټه) په برلین کي یوه اعلامیه خپره کړه او مجموعأ یې لس وړانديزونه وړاندي کړل چي عنوان یې دی: «په رواني او روحي ناروغيو اخته مهاجر عاجلو طبي مرستو ته ضرورت لري.»
د دغي اکاډمۍ د عالمانو په نظر ځيني مهاجر اکثراً يا پخپلو هيوادونو او يا جرمني ته د تيښتي پرمهال له سخت تشدد او خطرناکه حالاتو سره مخامخ سوي وي. دغه حالات اکثراً پر دوی باندي دونه سخت تمامیږي چي د رواني او فزیکي ناروغيو سبب یې کیږي او د دردونو، د بیري خوبونو، احساساتو د خرابیدو او دوامداره ناروغيو سبب یې کیږي.
د عالمانو په نظر رواني ناروغۍ مهاجر له مدغمیدو څخه راگرځوي، د ژبي زده کړه ورته مشکلوي او کیدلای سي د غیر اجتماعي برخورد سبب یې سي.
په جرمني کي د ژوندارنه نوي شرایط او همدارانگه تر تیښتي وروسته ورته رامنځته سوي مشکلات د دوی پر روان او روح باندي نور هم منفي اغېز کوي.
دوی غوښتنه کوي چي د طبي معایناتو ترڅنگ باید هغوی ته د ناروغیو وختي پیژندلو سیسټم رامنځته، د ناروغيو درملنه يې وسي او ترجمانان او علمي لارښونکي ولري.
په همدې حال کي د اروپا محکمې هم نن سه شنبه اعلان وکړ چي غواړي دا وڅیړي چي آیا په رواني ناروغيو د اخته مهاجرو د اخراج اجازه سته؟ که څه هم هغوی په خپلو هیوادونو کي د معالجې سم امکانات هم نه لري.
د دغي محکمې لوی څارنوال په دې نظر دی چي په دغه شان حالاتو کي په رواني ناروغيو اخته مهاجر، که څه هم د محدودي اقامې مستحق نه دي، خو د اروپايي ټولني غړي هیوادونه کولای سي، هغوی ته د بشري دلایلو پراساس اقامې ورکړي.
زموږ له ارشيف څخه: