1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تيرو لسو کلونو کې کابو ۱۰۰۰ ژورنالستان وژل شوي

۱۳۹۶ آبان ۹, سه‌شنبه

ژورنالستان تل د حقیقت په تلاښ کې له خطرونو سره مخامخیږي. ډيري خبریالان ځکه خپل ژوند له لاسه ورکوي چې غواړي خپل کار په سمه توگه سر ته ورسوي. د خبريالانو د وژنو په هلکه د ملگرو ملتونو نوې شمير د انديښنې وړ دي.

https://p.dw.com/p/2mn0B
Mexico Gedenken getöteter Journalisten
انځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په تيرو لسو کلونو کې په ټوله نړۍ کې ۹۳۰ تنه خبريالان د هغوی د کار په ترڅ کې وژل شوي دي. يونيسکو ويلي دي چې  د ۲۰۰۶م او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ له ثبت شويو قضيو څخه يوازې هره لسمه یې روښانه شوې ده. د ملگرو ملتونو دا نوی رپوټ  د ژورنالستانو پر وړاندې د جرمونو له پاره د معافيت پای ته د رسولو نړيوالې ورځې په مناسبت وړاندې شوی.

په بن کې د يونيسکو د کميسیون د آلمان د برخې د مشرتابه جرگه گۍ څخه وولفگنگ شولڅ، وويل: «سړی کولای شي عامه نظر يوازې د هغو مطبوعاتو له لارې چې نه گواښل کيږي، منعکس کړي.»

د ملگرو ملتونو د دغه کلتوري سازمان د رپوټ په حواله يوازې په ۲۰۱۶م کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۲ خبريالان وژل شوي دي. افغانستان او مکسيکو په دغه کال کې د ژورنالستانو له پاره تر ټولو خطرناک هیوادونه ول. په هر يوه هيواد کې ۱۳ خبريالان وژل شوي. ورپسې په يمن کې يولس، په عراق کې نهه او په سوريه کې اته تنه خبريالان په ۲۰۱۶ م کال کې وژل شوي دي.

په نړيواله کچه د ژورنالستانو پر وړاندې زور زياتی ډير شوی

د ملگرو ملتونو د معلوماتو په حواله له ۲۰۱۲م کال راهيسې په نړيواله کچه عربي سيمه د سوریې، عراق او يمن کې د کړکیچونو له کبله د ژورنالستانو له پاره تر ټولو خطرناکه ول. په دې سیمو کې د تندلارو له خوا د خبريالانو د تښتولو پيښې زياتې شوي دي.

خو د اروپايي ټولنې په هيوادونو کې هم دغه ډول پيښې رامنځته شوي دي. يوه بیلګه یې په مالټا کې د حکومت منتقدې ژرونالستې دفنه کاروانا گاليڅيا، وژل دي. د نوموړې وژل کيدو په ټوله اروپا کې سخته غوسه راپارولې ده.

يونيسکو په ټوله نړۍ کې د روژنالستانو پر وړاندې د روز زياتي په کچه کې ډيروالی لیدلی دی. ويل شوي چې زيات شمير ژورنالستان تښتول شوي، په خپل سر نيول شوي او ربړول شوي دي. په رپوټ کې ويل شوي چې خبريالان د څار د اقداماتو، د ناسمو معلوماتو د کمپاينونو او سايبري بريدونو قرباني شوي دي.

د رپوټ په حواله د رژونالستانو د وژلو تر نيمايي زياتې پيښې په امن هيوادونو کې رامنځته شوي دي. په ۲۰۱۶م کال کې زياتره قربانيان د رسنيو ځايي کارکونکي ول. په دې کال کې ۹۴ سلنه وژل شوي روژنالستان د يوې رسنۍ سيمه ایز کارکونکي ول. د ۲۰۰۶ م کال راپديخوا د وژل شويو ښځينه خبریالانو شمير دوه برابره شوی. په ۲۰۱۶م کال کې د ټولو وژلو شویو خبریالانو په ډله کې لس سلنه ښځې وي. لس کاله مخکې بیا دغه سلنه یوازې پنڅه وه.