1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په بورکینا فاسو کې یوه برید ډیری کسان وژلي دي

۱۳۹۶ مرداد ۲۳, دوشنبه

د بورکینا فاسو په پلازمېنه کې پر یوه هوټل باندې د ترهګریز یرغل په ترڅ کې ډیر شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. شکمنو تندلارو د ښار په مرکز کې پر یوه رستورانت او هوټل باندې د اتوماتیکو وسلو برید کړی دی.

https://p.dw.com/p/2iAJI
Terroranschlag in Burkina Faso
انځور: Reuters

د رسمي معلوماتو له مخې په آواګادوګو، کې د یکشنبې په شپه د یرغل په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي. دغه رپوټ ځایي رسنیو د مخابراتو د وزیر له قوله ورکړی دل. زیاته شوې ده چې په برید کې لږ تر لږه اته تنه ټپیان شوي هم دي. د مخابراتو وزیر نه غوښتل چې د ښار په مرکز کې د برید د شالید په هکله څه ووایي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د برید مسوولیت لا تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د یکشنبې په ماښام نه پیژندل شويو وسلوالو کسانو پر رستورانت باندې ډزې پېل کړې. د عیني شاهدانو په وینا درې کسان په یوه موټر کې راغلل او له موټر څخه تر کښته کیدو وروسته یې پر میلمنو باندې سملاسي فیرونه وکړل. تر هغې وروسته د پوځ قطعاتو دغه ځای کلابند کړ او له برید کوونکو سره سخته نښته رامنځ ته شوه.

په دې ترڅ کې چارواکو ویلي دي چې پیښه پای ته رسیدلې ده او وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې دی.

دغه برید په ۲۰۱۶م کال کې د تندلارو اسلامپالو یوه برید ته ورته دی. هغه مهال د القاعدې ترهګرې شبکې افریقایي څانګې آواګادوګو، کې پر یوه رستورانت باندې برید کړی وو. په دغه برید کې ۲۹ تنه وژل شوي وي او نور ۷۰ تنه ټپیان ول.

بورکینا فاسو د لویدیځي افریقا یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی، چې د مالي او نایجیر هیوادونو تر منځ پروت دی. د رپوټونو له مخې په دغه سیمه کې له کلونو راهیسي تندلارې جهادي ډلې فعاله دي چې تل بریدونه تر سره کوي او دغه بریدونه زیاتره وختونه هغو تأسیسات خپل هدف ګرځوي چي د بهرنیانو له لوري استعمالیږي.