په بغداد کې چاودنو ۲۵ کسان وژلي دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۴, چهارشنبهاعلان
په بغداد کې چارواکو ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د یو لړ بمي چاودنو او وسله والو نښتو په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي او ډیر شمیر نور ټپیان دي. دغه پېښې د شیعه گانو د یوه مذهبي غونډې پر مهال رامنځ ته شوې دي. په بغداد کې د یوه روغتون مشر ویلي دي چې دې روغتون د پولیسو په گډون د ۱۰ تنو مړي راوړل شوي دي.
په عراق کې په وروستیو کې تاوتریخوالی را کم شوی دئ خو وخت نا وخت بریدونه تر سره کیږي چې ډیره مرگ ژوبله رامنځ ته کوي.