په بغداد کې درې امریکایان تښتول شوي
۱۳۹۴ دی ۲۸, دوشنبهرسنیو د عراق په پلازمېنه بغداد کې د درو امریکایې اتباعو د لادرکه کیدو خبر ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په خبره، رپوټونه پر دې دلالت کوي چې په قوي احتمال دغه درې امریکایان تښتول شوي دي.
CNN تلویزوني شبکې هم په عراق کې د یوه امنیتي چارواکي د اطلاعاتو پر بنسټ دې ته ورته یو رپوټ خپور کړی دی.
د دغو کسانو د پيدا کولو له پاره امریکایې چارواکو له عراقي چارواکو سره په گډه ډیر جدي عملیات پيل کړي دي.
یوه عراقي پولیس د نوم نه اخيستلو په شرط ویلي دي چې د عراق په سویل کې درې تنه امریکایې اتباع له خپل عراقي ژباړونکي سره یوځای تښتول شوي دي. ویل کیږي چې دوی د هوایې ډگر پر لور روان ول چې دغه پيښه رامنځته شوي. د عراق امنیتي ځواکونه د دغو کسانو د پیداکولو په هڅه کې دي.
د دوی د معلوماتو له مخې سړي تښتونکو د ملیشه یونیفورم اغوستی وو. همدارنگه د «العربیه» تلویزوني شبکې هم د دغو کسانو د تښتونې رپوټ ورکړی دی.
له شعیه ملیشه و سره گډ کار
شعیه ملیشه د بغداد له حکومت سره په گډه د سني افراطي ترهگرې ډلې «اسلامي دولت» یا (IS) پر وړاندی جنگیږي. دغه ملیشه له داعش یا «اسلامی دولت» سره د مبارزي په برخه کې کلیدي رول لري. داعش د ۲۰۱۴ کال په دوبي کې له عراقي حکومت څخه ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندی راوستلې.
پر دغي ډلي تور لگول کیږي چې د سړي تښتونې، اعدامونو او ملکیتونو په ویجاړونې کې لاس لري. په تیرو پنځو میاشتو کې په عراق کې په لسونه بهرني اتباع تښتول شوي، څو د دغو کسانو په بدل کې پيسي ترلاسه کړي.