په برلین کې له قربانیانو څخه یادونه کیږي | دويچه ويله پښتو | DW | 23.02.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په برلین کې له قربانیانو څخه یادونه کیږي

په برلین کې د پنج شنبې په ورځ د ښي اړخه افراطیانو له خوا له وژل شوو کسانو څخه په رسمي ډول یادونه کیږي. دغو مراسمو ته چې د برلین د جیندارمین مارکت د کنسرت په یوه سالون کې جوړیږي، د ۱۲۰۰ کسانو د راتګ انتظار کیږي. د دغو مراسمو د گډونوالو په ډله کې د المان د پارلمان غړي، د ایالتونو صدراعظمان او د قربانیانو خپلوان ګډون شامل دي. دغه مراسم به د انګېلا مېرکل په وینا پیل سي.