1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کې د اسلامي زده کړو انستیتوت په کار پیل وکړ

۱۳۹۸ مهر ۲۴, چهارشنبه

د آلمان په پلازمېنه برلین کې تر کابو دوه نیم کلونو آمادګیو وروسته، د اسلامي زده کړو انستیتوت په کار پیل وکړ. د یاد پوهنتون په حواله تر اوسه پورې ۵۵ زده کوونکو د زده کړو له پاره نوم لیکنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3RNsG
Berlin Humboldt-Universität entscheidet über Islam-Institut
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د آلمان په پلازمېنه برلین کې د هومبولت پوهنتون په چوکاټ کې د اسلامي زده کړو یاد انستیتوت تر کابو دوه نیم کلونو آمادګیو وروسته، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه نیټه) د ژمي د سمسترونو له پاره په تدریس پیل وکړ.

له دغه انستیتوت څخه فارغ کسان کولی شي چې په راتلونکې کې د دین په برخه کې د ښوونکو او همدا راز په جوماتونو، مدني ټولنو او د ټولنیزې رفا په برخه کې فعالیتونه وکړي.

د یاد انستیتوت په خبره، دوی د جوماتونو ملا امامان نه تربیه کوي. په دې ترتیب سره له دغه انستیتیوت څخه فارغ شوي کسان به د ملا امامانو په توګه د کار جواز ونه لري.

په برلین کې د هومبولت پوهنتون په چوکاټ کې په تازه پرانیستل شوي انستیتیوت کې نه یوازې مسلمانان، بلکې د نورو مذهبونو پیروان هم زده کړې کولی شي.

سربیره پر دې، ټاکل شوې ده چې په نیږدې راتلونکې کې د عیسیویت د زده کړو له څانګې سره هم نیږدې همکارۍ پیل شي. په دغه نوي انستیتیوت کې د شپږو ښوونکو له پاره ځای په پام کې نیول شوی دی چې د یاد انستیتیوت د مشورتي شورا په حواله تر اوسه پورې یې پنځه تنه ښوونکي په کار ګومارلي دي.

په دغه مرکز کې د مسلمانانو سربیره د نورو ادیانو پیروان هم زده کړې کولی شي.
په دغه مرکز کې د مسلمانانو سربیره د نورو ادیانو پیروان هم زده کړې کولی شي. انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

یادې شورا ویلي دي چې تر هغه پورې چې نصاب بشپړیږي، د اړتیا په وخت کې به مېلمه استادان هم د تدریس چارې پرمخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد انستیتیوت پر مشورتي شورا باندې لا له وړاندې انتقادونه موجود دي. د دې شورا په ترکیب کې د دوو اسلامي عالمانو ترڅنګ، د برلین پخوانی اسقف ولفګنګ هوبر، د هومبولت پوهنتون مرستیاله ایوا اینیس، د مسلمانانو له مرکزي شورا څخه یو استازی، د آلمان د شیعه ګانو د ټولنې او همدا راز په دې هیواد کې له اسلامي فدراسیون څخه هم استازي شامل دي.

په آلمان کې لیبرال یا آزاد مسلمانان نیوکه کوي چې په دې مشورتي شورا کې یوازې اسلامي محافظه کارې ډلې غړیتوب لري.

سربیره پر دې، تر دې وړاندې په آلمان کې شپږ نور ورته مرکزونه هم فعالیتونه کوي. د آلمان په نورنبرګ، فرانکفورت، مونستر، اوسنابروک، توبینګن او پادابورن کې له وړاندې نه داسې انستیتيوتونه فعالت لري چې د اسلام پوهنې په برخه کې زده کوونکي روزي. اوسمهال په دغو مرکزونو کې په مجموعي ډول تر۲۰۰۰ ډیر زده کوونکي په اسلامي تعلیماتو بوخت دي.

 (KNA, epd)

زموږ له آرشیف څخه: