1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکرايني جنگي اسيرانو ډکه روسۍ الوتکه رالوېدلې ده

۱۴۰۲ بهمن ۴, چهارشنبه

روسيې اعلان کړی دی چي د دغه هيواد يوه ترانسپورتي پوځي الوتکه چي په لسونو اوکرايني جنگي بنديان يې د تبادلې په هدف انتقالوله، د بلگورود په سيمه کي رالوېدلې ده.

https://p.dw.com/p/4bdKn
Kasachstan Almaty Militärflugzeug Iljuschin Il-76
انځور: Grigory Sysoev/Sputnik/dpa/picture alliance

د روسيې د دفاع وزارت د چهارشنبه په ورځ خبر ورکړی دی چي په دغه الوتکه کي ۶۵ اوکرايني جنگي اسيران سپاره ول چي د تبادلې په هدف انتقاليدله.

د روسيې «تاس» خبري آژانس په حواله، د الوتکې شپږ کسه عمله او درې نور چي بنديان يې بدرگه کول هم په دغه ايليوشين-۷۶ ډوله ترانسپورتي الوتکه کي وژل شوي دي.

دغه الوتکه د مسکو پر وخت د سهار پر ۱۱ بجو رالوېدلې ده او د دغي پيښې علت لا معلوم نه دی.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي چي يو ځانگړي پوځي کميسيون د اوکراين سرحد ته نيژدې د دغي الوتکې د سقوط سيمې ته استول سوی دی.

داوکراينحکومت تر اوسه په دې هکله کومي څرگندوني نه دي کړي، خو د دغه هيواد رسنيو د پوځي سرچينو په حواله ليکلي دي چي دغې الوتکې توغندي انتقالوله او د اوکراين ځواکونو  ويشتلې ده.

د روسيې د بلگورود سيمه په دا وروستيو کي په تکرار سره د اوکراين هدف ګرځېدلې ده. د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراين باندي د روسيې له يرغل راهيسي، دغه دواړه هيوادونه يو له بل سره په جگړه کي دي. 

GP/NZ/AG