1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

په امریکا کې څلور پولیس په ډزو وژل شوي دي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د سيمه ایزو پولیسو د معلوماتو له مخې د امریکا په شمالي کېرولاينا ایالت کې د ډزو له امله څلور تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/4fMTB
د سيمه ایزو پولیسو د معلوماتو له مخې د امریکا په شمالي کېرولاينا ایالت کې د ډزو له امله څلور تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي
د سيمه ایزو پولیسو د معلوماتو له مخې د امریکا په شمالي کېرولاينا ایالت کې د ډزو له امله څلور تنه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان ديانځور: Nell Redmond/AP Photo/picture alliance

د معلوماتو له مخې پر دغه پولیسو هغه وخت مرګونی برید شوی، چې د یوه تن د نیولو لپاره په عملیاتو بوخت ول.

د شمالي کېرولاينا ایالت د شارلوټ سېمې د پولیسو مشر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دوشنبې په ورځ کله چې دغه پولیسو غوښتل یو سړی ونیسي، د دواړو لورو ترمنځ خپلمنځي نښته رامنځته شوې چې د ډزو په پایله کې څلور تنه پولیس او تورن کس وژل شوي او څلور تنه نور پولیس ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې دغه خپلمنځي نښتې درې ساعته دوام کړی دی.

د پولیسو مشر په خپل لومړي پیغام کې ویلي وو چې د دوی درې تنه پولیس وژل شوي خو څلورم پولیس بیا تیره شپه د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.

د پولیسو په خبره چې وژل شوی کس د وسلو لرلو په تور تورن وه خو د پولیسو د نیولو پر مهال یې له کوره پر پولیسو ډزې کړې دي او په پایله کې خپله هم وژل شوی دی او له دغه کوره یوه مېرمن او ۱۷ کلن ځوان نیول شوي دي.

د پولیسو مشر په خپل لومړي پیغام کې ویلي وو چې د دوی درې تنه پولیس وژل شوي خو څلورم پولیس بیا تیره شپه د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی
د پولیسو مشر په خپل لومړي پیغام کې ویلي وو چې د دوی درې تنه پولیس وژل شوي خو څلورم پولیس بیا تیره شپه د سختو ټپونو له امله مړ شوی دیانځور: Khadejeh Nikouyeh/The Charlotte Observer/AP/picture alliance

د عدلیې وزارت تایید کړې چې په دې پېښه کې د سیمه ییزو پولیسو مرستیال او دوه نور امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د متحده ایالاتو د عدليې وزیر مریک ګارلینډ، ویلي دي چې وزارت یې »د خپلو امنیتي ځواکونو پر وژل کیدو خواشینی دی.«

 سپینې ماڼۍ هم همدا راز ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایدن له پېښې خبر شوی او د سیمې له اوسېدونکو سره یې خپله خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی.

په امريکا متحده ايالاتو کې چېرې چې د انسانانو له شمېر د وسلو شمېر زیات دی، د وسلو سره تړلی تاوتریخوالی ورځنۍ ستونزه ده. د وسلو د قوانینو د سختولو هڅې په تیرو وختونو کې د محافظه کاره جمهوري غوښتونکو او د وسلو د ځواکمنو لابي کوونکو د مقاومت له امله ناکامې شوې.