په الوتکه کې يوه پياله قهوه په۸۵۰۰ يورو تمامه شوې
۱۳۹۸ آذر ۲۹, جمعهدغه ډول يوه پيښه له مايورکا څخه وين ته د پرواز پر مهال له یوه مساپر سره شوې وه.
څو کاله مخکې يوه شپږ کلنه نجلۍ د خپلې کورنۍ سره په يوه پرواز کې د مایورکا له ټاپو څخه د اتريش پلازمينه ويانا ښار ته په پرواز کې ول. دغه نجلۍ د پرواز پر وخت د خپل پلار تر څنګ ناسته وه. د نجلې پلار د يوې پيالې ګرمې قهوې فرمايش ورکړ. دغه پلار د قهوې د ترلاسه کيدو وروسته، هغه ېې د خپل مخې ميز پر سر کيښوده. دغه پياله د ميز له سره وښويده او قهوه يې د نجلۍ پر سينې او ورنونو توېې شوه چې په نتيجه کې يې نجلۍ په شديده توګه وسوځيده.
د نجلۍ مور او پلار دغه هوايي شرکت د پيښه مسئول وګاڼه او ورڅخه يې وغوښتل چې د پيښې په بدل کې ورته ۸۵۰۰ يورو خساره ورکړي. دا لا معلومه نه وه چې څه شی د قهوې پيالې د ښويدو سبب شوی دی.
هوایي شرکت ژمن وو چې دوی يوازې د هغي پيښې مسئوليت مني چې هغه له پرواز سره تړلې وي. د بيلګې په توګه داسې يوه پيښه چې د پرواز پر وخت د طیارې د ډير سخت ټکان په نتيجه کې رامنځ ته شي.
خو د اروپا د عدلي محکمې له هوايي شرکت سره هم نظره نه وه او په دې برخه کې يې بل تصمیم ونيو. دغې محکمې د دغه شکايت په اړه اعلان وکړ چې یو هوايي شرکت د ټولو هغو پيښو پر وړاندې مسئوليت لري چې د پرواز په ارتباط رامنځ ته کيږي.
په دې معنی که چيرته د پرواز پر وخت د گرمي قهوې يوه پياله د مساپر پر ځان باندې توييږي او دليل ېې هم معلوم نه وي چې له امله يې هغه ټپي کيږي، نو په داسې حالت کې هوايي شرکت به موظف وي چې خساره ورکړي.