په الجزایر کې يوه پوځي الوتکه رالوېدلې ده
۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبهتر دې دمخه ځایي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې په دغه الوتکه کې تر سلو زیات کسان سپاره وو. الوتکه له الوتنې لږ څه وروسته رالویدلې ده.
د الجزایر دولتي خبري آژانس د رپوټ له مخې الوتکه له پلازمېنې څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې په بوفارک، کې د یوې پوځې اډې څنګ ته رالویدلې ده.
د الجزایر د بیړنیو خدماتو اداره اوس په پيښه کې د ۲۵۷ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي.
د الجزایر د دفاع وزارت یوه بیانیه خپره کړې ده چې له مخې یې د الوتکې د سقوط علت معلوم نه دی او په وینا یې په دې هکله څیړنې پیل شوي دي. که څه هم د دفاع وزارت په خپله لومړۍ بیانیه کې د مرګ ژوبله خبره نه وه کړې خو اوس د ۲۵۷ تنو د وژل کیدو خبره کوي.
اسوشیتد پرس خبري آژانس د دغه هیواد د دفاع وزارت له قوله لیکلي دي چې په وژل شوو کسانو کې ۲۴۷ مسافرین او عملې لس تنه شامل دي.
د دفاع وزارت په وینا زیاتره قربانیان عسکر او د هغوی خپلوان دي. زیاته شوې ده چې جسدونه په عین نعجه ښارګوټي کې د پیژندلو له پاره د الجزایر د پوځ مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.
تر دې دمخه د النهار، په نوم ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي وو چې په الوتکه کې سپاره ۱۰۵ تنه وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې الوتکه د هیواد سویل لویدیځ بشار ښار ته الوتې وه، چې د مراکش له پولې سره نزدې پروت دی. د النهار د رپوټ له مخې په الوتکه کې د پولیساریو جبهې، ۲۶ تنه غړي وژل شوي دي. پولیساریو جبهه یو وسله وال سیاسي غورځنګ دی چې د مراکش تر کنترول لاندې د غربي صحرا د خپلواکۍ هڅه کوي.
زموږ له آرشیف څخه: