1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د وګړو د منځیني عمر کچه لوړه شوي

۱۳۹۰ آذر ۹, چهارشنبه

د افغانستان د روغتیا د وزارت لخوا ترسره شوې سروې ښېي چې اوس په دغه هیواد کې د پخوا په پرتله لږ شمیر ماشومان او امیدواره میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي او دا چې په افغانستان کې د وګړو د عمر منځینۍ اوږدوالي هم ډیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/13Jq5
په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې د عمر اوسط لس کاله لوړ شوی دی
په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې د عمر اوسط لس کاله لوړ شوی دیانځور: Basir Seerat

دغه څیړنه د امریکا متحده ایالاتو لخوا تمویل شوې او په کې راغلي چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د پرمختګونو له کبله اوس په دغه هیواد کې کم شمیر ماشومان او میندي خپل ژوند له ورکوي.

د دغې څیړنې پایلې د چهارشنبې په ورځ خپرې شوي او په کې راغلي چې اوس په افغانستان کې د عمر اوسط اوږد والی د ۶۲ څخه تر ۶۴ کلونو پورې دی. تر دې مخکنیو څیړنو ښودل چې د افغانانو د عمر اوږدوالی د ۴۷ او ۵۰ کلونو تر منځ دی.

په څیړنې کې راغلې چې اوس د هرو ۱۰۰۰ نوو زیږیدولو ماشومانو له ډلې څخه ۹۷ یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۹ کال کې دغه شمیره ۱۹۹ ماشومانو ته رسیده. د افغانستان د روغتیا وزیره، ثریا دلیل، وایې چې پنځه کاله مخکې د هرو پنځو ماشومانو څخه یو یې خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

څیړنه همداراز ښیې چې په وروستیو کې د ماشومانو د مړینې کچه د پخوا په پرتله پنځوس سلنه راټیټه شوې ده او دا چې اوس افغان میندي د زیږد په وخت د ژوندې پاتې کیدو لا ډیر چانسونه لري. آن اوس هم په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغانه ښځه د زیږد پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي. په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې په کچې کې د کموالي د رامنځ ته کیدو سربیره هم دغه هیواد په سیمه کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

اوس مهال په ټول افغانستان کې ۶۰ سلنه امیدواره میندې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري چې دغه کار په خپله په افغانستان کې د امیدوار میندو د مړینې کچه راټیټه کړې ده. په افغانستان کې د هرو ۵۰ امیدوارو میندو څخه یوه یې خپل ژوند د امیدوارۍ په بهیر کې له لاسه ورکوي.

د ۲۰۰۱ کاله را په دیخوا د نړیوالي تولنې په مرسته د افغانستان په ډیرو ولسوالیو کې د صحې خدمتونو مرکزونه پرانستل شوي دي. د ځینو ولایاتو چارواکې خو آن ادعا کوي چې د خپل مربوطه سیمې ۸۰ سلنه اوسیدونکې یې د صحي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستلې دی. خو کارپوهان بیا د دغو خدمتونو د کیفیت په اړه هم اندیښنې لري.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل