1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسرائیل کې د اسلام د لومړۍ دورې طلايي سکو خزانه موندل شوې

۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبه

د اسرائیل لرغون پيژندونکو اعلان کړی دی چې د تازه کیندونو په ترڅ کې یې د اسلام د لومړۍ دورې اړونده د سرو زرو سکو خزانه موندلې ده. دغه خزانه یبنه ښار ته څیرمه موندل شوې ده.

https://p.dw.com/p/3hZQk
Goldmünzen bei Ausgrabungen in Israel gefunden
انځور: picture-alliance/dpa/AP/SIPA PRESS Pool/H. Levine

اسرائیلي لرغونپوهانو لیات نداو ژیو او ایلي حداد په یوه ګډه بیانیه کې ویلي دي چې ۴۲۵ سکې چې په بشپړه توګه د سرو زرو دي ۱۱۰۰ کاله پخوا د عباسي دورې ته ورګرځي چې په خبره یې دغه ډول سکې په ډیر ندرت سره موندل کیږي.

Goldmünzen bei Ausgrabungen in Israel gefunden
انځور: picture-alliance/dpa/AP/SIPA PRESS Pool/H. Levine

له دغه خزانې سره د سرو زرو په سونو کوچنۍ ټوټې هم موندل شوي دي چې اټکل کیږي هغه به هم د سکو په څیر د راکړې ورکړې له پاره استعمالیدې.

د سکو لرغون پیژوندونکي روبرت کول، ویلي دي چې لومړنۍ شننه ښيې چې دغه سکې د نهمې پیړۍ دي چې د عباسي خلافت د اوج وخت انګیرل کیږي او په کابو ټول منځني ختیځ او شمالي افریقا یې کنترول لاره.

Goldmünzen bei Ausgrabungen in Israel gefunden
انځور: picture-alliance/dpa/AP/SIPA PRESS Pool/H. Levine

د دغو سکو کشف په اسرائیل کې د لرغونو سکو تر ټولو ستره خزانه ده چې موندل کیږي. په ۲۰۱۵م کال کې غوټه وهونکو د قیصریه ساحل ته څیرمه د سرو زرو ۲۰۰۰ سکې موندلې وې چې په لسمه او یوولسمه پيړۍ کې د فاطمیانو خلافت دورې وې.