په استانبول کې پراخه لاریونونه
۱۳۹۲ خرداد ۱۱, شنبهد پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ په دغه میلیوني ښار کې د آخ او ډب په پایله کې ډیر شمیر انسانان ژوبل شوي دي. په ټپیانو کې ډیر شمیر سیلانیان هم شامل دي. د بخښنې نړیوال سازمان Amnesty International د سلو تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړی دی، خو ترکي مقامات بیا د ۱۲ تنو د ټپي کیدو خبر ورکوي.
امنیتي ځواکونو د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د محافظه پاله حکومت پر ضد کیدونکو مظاهرو د مخینوي په خاطر په مظاهره چیانو اوبه شیندلي او له اوښکي بهوونکي ګاز څخه یې کار اخیستی دی. د خبري آژانسونو د رپوټونو په حواله په دغه لاریونونو کې لسګونو زرو تنو برخه اخیستې وه.
د مظاهرې د منحل کیدو وروسته د شنبې تر سهاره په زرګونو کسان د استانبول سړکونو ته راوتلي دي. د تازه رپوټونو له مخې د بې اوغلو او بشیکتاش په سیمه کې پولیسو د مظاهره کوونکو پر وړاندې د اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی او مظاهره چیانو په امنیتي ځواکونو تیږي ورولي دي.
په لومړي سر کې خبره یوازې د ونو په سر وه
په دغه کمپ کې مظاهره چيانو د اوونۍ له پيل راهيسې هڅه کړې وه چې يوه شنه سمسوره سيمه وساتي او د یوه پلان شوي پلورنځي د جوړیدو له امله د تقسیم په میدان کې د ونو د چپه کیدو په اړه مظاهره وکړي. په همدې حال کې د اردوغان د واکمن ګوند (AKP) د سیاست پر ضد لاریونه پراخه شول. د لاریونونو وروسته د استانبول په لارو کوڅو کې هر څه وران ویجاړ پراته ول. د رپوټونو په حواله په سلګونو کسانو ته د اوښکي بهوونکي ګاز څخه تنفسي ستونزي ورپیښې شوي دي.
پر دې سربیره د انقرې په ښار کې هم د آخ او ډب رپوټونه ورکړل شوي دي. په انقره کې ځوانانو غوښتل چې د الکولو پر خرڅلاو د محدودیتونو پر وړاندې احتجاج وکړي. د رپوټونو په حواله د استانبول په څیر په انقره کې هم پولیسو د مظاهره کوونکو پر وړاندې د اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.
په ترکیه کې اوس هم لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ته د یوه محبوبه سیاستوال په سترګه کتل کیږي. خو په عین وخت کې ډیر شمیر وګړي د هغه طرز سیاست مطلق العنان بولي او د محدودیتونو په اړه شکایت کوي. د بخښنې نړیوال سازمان د سوله ییزه مظاهرو پر وړاندې د پولیسو غبرګونونه له حده وتلي بولي.
اردوغان د ګڼ شمیر ودانیزو پروژو پلي کول د ترکیې د اقتصادي ودې سمبول ګڼي. هغه د دغه لاریونونو په غبرګون کې ویلي وو: «څه چې کول غواړﺉ، تر سره یې کړﺉ. موږ تصمیم نیولای دی.»