1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په آلمان کې د ژور خفګان يا ډپرېشن د پېښو ډيروالی

۱۴۰۱ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

د آلمان په څېر پرمختللي هېواد کې هر کال تر ۵۰ لکو ډېر کسان اړ کيږي د ژور خفګان او يا ډپريشن درملنه وکړي. هر کال د ځان وژنې د لسو زرو پېښو څخه یې هم زياتره د ډپريشن سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/4CLmb
Symbolbild Isolation
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

د آلمان د ډپريشن يا ژور خفګان ټولنې «ډي ډي ايل» په شديدو رواني ناروغيو د اخته کسانو د درملنې له پاره د لا ډېرو آسانتياو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده. 

د دغه ټولنې مشر والتر اودرنکه د شنبې په ورځ په فرانکفورټ ښار کې ژورخفګان د ناروغانو په اړه کنفرانس په ترڅ کې وويل چې په آلمان کې په ژور خفګان اخته کسان په ځانګړو روغتونو کې د درملنې له پاره ځای ترلاسه کولو ته په اوسط ډول ۲۲ اوونۍ انتظار باسي.

نوموړي وويل چې کارپوهانو د يوه پرانيستي ليک له لارې د آلمان له فدرالي حکومت څخه «د کنتروله له وتلي دې حالت» د بدلولو له پاره د پراخو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده.

د کارپوهانو په حواله په دې وروستيو کلونو کې د دې موضوع په اړه عامه پوهاوی ډېر شوی دی «خو اوس هم لا اوږد سفر پر مخ پروت دی څو ډپريشن هم د نورو ناروغيو په څېر مهمه وګڼل شي او دې ته د يوې سترې ټولنیزې ستونزې په توګه وکتل شي.»

رنکه وويل چې حکومت بايد د درملنې اضافي مرکزونه پرانيزي. د هغه په خبره د درملنې د ډېرو مرکزونو پرانيستل به يو ښه ګام وي ځکه چې په آلمان کې هر کال کابو لس زره کسان ځان وژنه کوي چې د زياترو تړاو له ژور خفګان سره وي.

د دې ټولنې په حواله په آلمان کې هر کال تر ۵۰ لکو ډېر کسان په ژور خفګان اخته دي چې هر کال درملنې ته اړتيا لري.

له دې ټولنې څخه د اولريش بیګرل په حواله تر ټولو لويو ستونزه داده چې ډېری خلک د ډپريشن په اړه سوء تفاهم لري. د رواني ناروغيو دا متخصص وايي چې ژور خفګان داسې يوه ناروغي ده چې دې ته د «ژوند د وضعيت د غبرګون» په توګه بايد وکتل شي.

د اټکلونو پر اساس د کرونا وبا له کبله په آلمان کې په ژورخفګان د اخته شويو کسانو وضعيت نور هم خراب شوی دی. د دې علت د طبي خدماتو د معيار راټيټدل  او همدا راز له رواني ناروغيو سره ناکافي مبارزه ښوول شوې. د مثال په توګه د مرستې له پاره د تليفون شمیرې او يا د لوبو بېلا بیلې ډلې له اوږدې مودې راهيسې فعالې نه دي.

 

د دې کنفرانس سر ليک «اغیزمنو ته غږ وربخښل او ژوند ته راستونول» ټاکل شوی وو. د رواني ناروغيو تر زرو ډېرو کارپوهانو او څېړونکو ترڅنګ په دې کنفرانس کې مشهورو شخصيتونو هم ګډون درلود.

ب. ص/ خ. ح (kann, dpa)