په آلمان کي يو بانک مهاجرو ته تر ۲۵ زره يورو پور ورکوي | اروپا ته مهاجرت | DW | 16.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

په آلمان کي يو بانک مهاجرو ته تر ۲۵ زره يورو پور ورکوي

د آلمان په پلازمېنه برلين کې «انوسمنټ بینک آف برلين» د «اس ایم ای» یعنې د کوچنۍ او متوسطې درجې پانګونې پروگرام په چوکاټ کي مهاجرو ته تر۲۵۰۰۰ يورو پوري پور ورکوي.

په آلمان کې میشت مهاجر کولای شي د دې پروګرام له لاري د کوچني کاروبار پيلولو په خاطر له «IBB یا برلين انویسټمنټ بینک» څخه تر ۲۵ زره يورو پوري پور ترلاسه کړي.

د ياد بانک له خوا د خپاره شوې مطبوعاتي اعلامیې پر بنسټ اوس په آلمان کې د موقتي پنا ترلاسه کوونکي مهاجر کولای شي چې د یوه کاروبار پيلولو له پاره له بانک څخه پور ترلاسه کړي.

د پور موده د مهاجر د اقامې پر بنسټ په پام کې نیول کیږي، خو د اوږدې مودې له پاره هم په دې پروګرام کې شرایط موجود دي.

په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي دي چې د نوموړي بانک له خوا به تر۲۵ زره يورو پوري «مائیکروکریدت» یا د محدودې مودې پور د ورکړې په اړه پریکړه «دغوښتنلیک تر وړاندې کیدو وروسته» هر څومره ژر چې ممکن وي وشي.

په اساسي ډول دغه پورونه د یوه نوي کاروبار پیلولو له پاره وي چې د شپږو کلونو په موده کې باید بیرته ادا شي، خو د مهاجرو له پاره د دې کریدت د بیرته ادا کولو وخت کم ټاکل شوی دی.

د نوموړي بانک د مشر داکتر یورګن آلرکامپ په خبره: «ډیر مهاجر له هغو هیوادونو څخه راځي چې خپل شخصي کاروبار ډیر ارزښت لري، او د لویدیځو صنعتي هیوادونو په پرتله یو څه توپير لري. له همدې امله ځيني مهاجر د کوچني کاروبار چلولو ځانګړی سبک لري».

آلرکامپ زیاتوي چې په آلمان کې د مائیکرو کریدت پروګرام له پیل سره هغه په آلماني ټولنه کې په ښه توګه د مهاجرو د مدغم کیدو سربیره د هغوی د اقتصادي خپلواکۍ په برخه کې یو مثبت کار دی.

د اقتصاد، انرژۍ او شرکتونو په برخه کې سناتور رامونا پاپ، په برلين کې د پانګونې بانګ د دغه وړاندنیز په هرکلي کولو سره ویلي دي چې دا د هغو مهاجرو له پاره ډیر ښه چانس دی چې کار کول غواړي او د تجارت او سوداګرې په برخه کې معلومات او تجربه لري.

د رامونا پاپ په خبره دا به د کښته صنعت په برخه کې د مهاجرو د ادغام او آزادۍ په برخه کې یو مهم ګام وي. سناتور هیله لري چې د دغه کریدت له پاره ټول غوښتنلیک وړاندي کوونکي د دې پروګرام له لارې نه یوازي د خپلو پروژو له پاره پیسې ترلاسه کولای شي، بلکې په برلين کې له خپل نوي شناخت سره خپل راتلونکی تضمینولای شي.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM