1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پهلوي: د ايراني چارواکو اموال د اپوزيسيون په ګټه ضبط کړئ

۱۳۹۷ آذر ۲۵, یکشنبه

رضا پهلوي، چې د ايران د وروستي پاچا زوی دی، د واشنګټن انستيتوت په يوه ناسته کې غوښتي دي چې پر ايران بنديزونه دې داسې تغيير شي چې د ولس پر ځای پر رژيم زيات فشار وارد شوی وي.

https://p.dw.com/p/3ACff
Reza Pahlavi iranischer Kronprinz
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Kaster

رضا پهلوي چې د ايران د وروستي پاچا مشر زوی دی، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ م کال د دسمبر په ۱۴مه) په خپله يوه وينا کې د دې غوښتنه وکړه چې امريکا او اروپا دې په ايران کې د حاکم رژيم په وړاندې په ستراتيژۍ کې تغيير راولي څو عام خلک له دغسې يوه بدلون څخه ګټه واخلي. 

پهلوي د چارو په لسګونو امريکايي او ايراني شنونکو او خبريالانو ته په خطاب کې وويل: «تاسو کولای شئ په خپلو خبرو کې وواياست چې غواړو د ايران له خلکو سره مرسته وکړو، خو د رژيم بدلون نه غواړو. تاسو رښتيا غواړئ دموکراسۍ ته ورسېږئ په داسې حال کې چې دغه رژيم په واک کې وي؟ دا خو تناقض دی.»

«امريکا دې پر جدي اقداماتو لاس پورې کړي»

نوموړي له امريکا متحده آيالاتو څخه وغوښتل چې خپل سياست له معنوي ملاتړ څخه ها خوا «جدي او ملموسو اقداماتو» ته وغځوي. پهلوي په دغه ناسته کې چې د «څلويښت کاله وروسته اسلامي جمهوريت څه په مخکې لري؟» تر عنوان لاندې رابلل شوې وه، ټينګار وکړ چې د ځينو ستونزو د حل په موخه بايد بعضي سياستونو ته تغيير ورکړل شي. رضا پهلوي دا هم وويل: «د ايران په وړاندې بهرنی سياست بايد داسې لوري ته راشي چې د هېواد وګړي درک کړي چې د دوی د آزادۍ او د هېواد د بيا تر لاسه کولو په برخه کې ورسره مرسته کيږي.»