1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیټا باور لري چي پاکستان د بن لادن له پټنځاي څخه خبر وو

۱۳۹۰ بهمن ۸, شنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیټا، له یوه تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه باور لري چې ځینو پاکستاني چارواکو د بن لادن د پټنځای په اړه معلومات درلودل.

https://p.dw.com/p/13sJl
پنیټا باور لري چي پاکستان د اسامه بن لادن له پټنځایه خبر وو
پنیټا باور لري چي پاکستان د اسامه بن لادن له پټنځایه خبر ووانځور: AP

پینټا د CBSله ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پاکستان پوځي څرخي الوتکو په ایبټ آباد کې د بن لادن پر پټنځای باندې پروازونه تر سره کړي ول. هغه ویلي دي: «زه شخصاً‎ دا احساس لرم چې یو څوک باید پر دې خبر وای چې په دغه انګړ (د اسامه بن لادن کور) کې څه تیردل. دا مه هیروی چي دغه انګر ۱۸ فوټه لوړ دیوالونه درلودل. دا په دغي سیمه کې تر ټولو لوی کور وو.»

د متحده ایالاتو د استخباراتي شبکې پخواني مشر دا ویلي دي چې د پاکستان پوځ د اسامه بن لادن د وژلو له عملیاتو څخه بي خبره پريښودل شوی وو. پنیټا ویلي دي چې هغه وخت دا ویره موجوده وه که چیري پاکستاني چارواکي له عملیاتو څخه خبر شي نو کیدای شي چي هغوي بن لادن ته احوال ورسوي. دا په داسي حال کې ده چې پنیټا دا هم ویلي دي چې هغه په دې اړه پاخه شواهد نه لري چې پاکستان د بن لادن د پټنځای په اړه معلومات درلودل.

امریکايي سمندري ځانګړو کوماندو ځواکونو د ۲۰۱۱م کال د مي د میاشتې په پنځمه نیټه د پاکستان په زړه کي د القاعدي مشر، اسامه بن لادن، وواژه.

پنیټا د هغه پاکستاني ډاکټر سره د پاکستان له لوري د چلند په اړه هم اندیښنه ښودلې ده چې د بن لادن په موندلو کې ئې د متحده ایالاتو سره مرسته کړې وه. ډاکټر، شکیل آفریدي، د پاکستان له دولت له لوري د غدارۍ په تور نیول شوی دئ.

پنیټا له دې خبري هم پرده پورته کړه چې پاکستاني ډاکټر، شکیل آفریدي، د امریکا د استخباراتو له پاره کار کاوه او د DNA نموني ئې راټولولي چي په سیمه کې د اسامه بن لادن موجودیت تثبیت کړي. پنیټا ویلي دي چې هغه په دې اړه ډیر انديښمن دئ چې د پاکستان دولت به له شکیل آفریدي سره څه وکړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش