1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیتا: کرزی باید د نیوکو پر ځای مننه وکړي

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه

د امریکا د دفاع وزیر د جمعې په ورځ وویل چې ولسمشر کرزی باید پر امریکايي ځواکونو باندې د نیوکو پر ځای له هغوی څخه مننه وکړي ځکه د هغه په خبره دغو سرتیرو د افغانستان له پاره جگړه کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/16LWA
انځور: AP

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، تر هغه وروسته دغه خبرې وکړې چې افغان ولسمشر حامد کرزي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې پر امریکا باندې نیوکې وکړې او ویویل چې دغه هیواد د دې پر ځای چې په پاکستان کې د ترهگرو اډې په نښه کړي د افغانستان په کلیو کې جگړه کوي.

خو پنیتا د جمعې په ورځ لاتینې امریکا ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: «موږ په افغانستان کې ځکه پرمختگ کړی دئ چې په دې هیواد کې زموږ سرتیري د افغانستان د حاکمیت له پاره جنگیږي او په دې لار کې وژل کیدو ته هم چمتو دي.»

پنیتا په افغانستان کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو شمیرې ته اشاره وکړه او ویویل چې ولسمشر کرزی باید د امریکايي سرتیرو له دغو قربانیو څخه مننه وکړي. هغه زیاته کړه:

«موږ په افغانستان کې له ۲۰۰۰ څخه ډیر سرتیري له لاسه ورکړي دي. ایساف هم په دې هیواد کې خپل ځواکونه له لاسه ورکړي دي او پخپله افغانانو هم په دې جگړې کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي. دغه کسان له اصلي دښمن سره په جگړه کې وژل شوي دي نه له غلط دښمن سره. او زه فکر کوم چې دا په ښه وي که ولسمشر د نیوکو پر ځای وخت نا وخت د هغو کسانو له قربانیو څخه مننه وکړيٍ چې د افغانستان په جگړه کې وژل شوي دي.»

ولسشر کرزي د پنجشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې ویلي وو: «ناټو او افغانستان باید دغه جگړه په هغه ځای کې وکړي چې ترهگرۍ ورڅخه پیلیږي. خو متحده ایالات دې ته چمتو نه دي چې په ترهگرو پسې هلته ولاړ شي. دا د هغوی دوه مخې لوبه ښيي. هغوی یوه څه وایي او بل څه کوي.»

د امریکا د دفاع وزیر د ولسمشر کرزي د خبرو پر وړاندې په داسې حال کې غبرگون ښيي چې په وروستیو کې د افغان او بهرنیو سرتیرو تر منځ د «دوست-دښمن» بریدونو له کبله د اعتماد فضا خرابه شوې ده. د دغو بریدونو په ترڅ کې وخت نا وخت د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې کسان پر خپلو بهرنیو ملگرو باندې ډزې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر په دې اړه وویل چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، د دغې ستونزې د له منځه وړلو له پاره ټولې هڅې کوي.

پنیتا زیاته کړه چې دغه ډول بریدونه باید له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د پلان له مخې وتلو مخه و نه نیسي. په پلان کې ده چې د ناټو ټول جنگي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه به افغان ځواکونو ته وسپاري.

مسعود جهش (رویترز، د فرانسې خبرې آژانس، اسوشیتد پرس)
کتونکی: سید ریاض