1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلټنه: په آلمان کي د مهاجرو پر وړاندي نارضايتي ډيره سوې ده

۱۴۰۲ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د يوې نوې پلټني له مخي په آلمان کي د مهاجرو پر وړاندي نارضايتي ډيره سوې ده. د آلمان ډېر اتباع د لا ډيرو پناه غوښتونکو له منلو سره مخالفت کوي او په دې باور دي چي په دغه هيواد کي د مهاجرينو کچه خپل نهايي حد ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/4dDLW
Symbolbild Migranten in Deutschland Migration
انځور: Hannes P Albert/dpa/picture alliance

د يوې نظر پوښتني له مخي د مهاجرت پر وړاندي نارضايتي او د مهاجرو د شمير د زياتوالي په نتيجه کي منفي عواقبو او سختو شرايطو لکه د انرژۍ او افلاسيون بحران ته په کتو سره اندېښنې په ښکاره ډول ډيري سوي دي.

 د برتلسمن( (Bertelsmann Stiftungبڼسټ د پلټنو له مخي چي د سې شنبې په ورځ خپاره سوي، د آلمان ډېر اوسيدونکي تر ټولو د مخه، د هوسا ژوند د لگښتونو د زياتوالي او په مکتبونو کي د مشکلاتو له امله انديښمن دي او همدارنگه کورونو ته اړتيا لري.

همدارنگه دغه پلټني ښيي چي دپناه غوښتونکود منلو له پاره تياري تر ډيره ځايه راکم سوې ده. د وريان Institut Verian)) انستيتوت د تير کال په اکتوبر کي په دې هکله تر ۱۴ کلنۍ پورته ۲۰۰۰ کسان پوښتلي دي.

په ۲۰۲۱م کال کي يوازي ۳۶ سلنه په دغه ډول ټولپوښتنه کي جوابونه ورکړي وه چي نه سي کولای نور مهاجر ومني، دا ځکه چي هيواد يې د هغوی د منلو د ظرفيت په سرحد کي دی، دا په داسي حال کي ده چي ۶۰ سلنه د هغوی له منلو سره موافق وه.

اوسني ارقام د ۲۰۱۷م کال په حدودو کي دي، هغه وخت چي د ډېرو زياتو مهاجرو د راتگ په نتيجه کي ۵۴ سلنه په دې نظر وه چي آلمان نور نه سي کولای لاډېر مهاجر ومني.

د نوموړې پلټني ليکوالې، اولريکه ويلاند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د هغوی مطالعه د مهاجرينو د رد کولو په معني نه ده: «مخ په زياتيدونکي ډول شديدي اندېښنې په سيستمي ظرفيتونو پوري اړه لري.» ، يعني خبره پردې ده چي آيا د مهاجرو منل او د هغوی ادغام د موجوده اقتصادي او اجتماعي امکاناتو سره د حل وړ دی که نه.

د دغې پلټني نتياج: د پوښتل سوو کسانو شاوخوا ۷۸ سلنه په دې باور دي چي د مهاجرت له امله د هغوی د ژوندانه لگښتونه ډېر سوي دي. ۷۴ سلنه بيا په لويو ښارونو کي د کورونو له کمبود او ۷۳ سلنه د سيمه ايزو اوسيدونکو او مهاجرو ترمنځ له ستونزو څخه بيره لري. دغه ارقام له ۲۰۲۱ او ۲۰۱۹ کلونو څخه پورته دي.

د تير کال په مني کي ۲۷ سلنه په دې نظر ول چي مهاجرين مؤقتي ميلمانه دي او د هغوی د ادغام له پاره بايد هلي ځلي ونه سي، په ۲۰۲۱ کال کي ۲۰ سلنه په همدې نظر وه. په عين حال کي زياتره کسان په دې باور دي چې په دغه هيواد کي مهاجرينو ته تر ډيره زياته هرکلی کيږي.

خو بيا هم ۶۳ سلنه په دې نظر دي چي مهاجرت د نړيوالو شرکتونو د دوامداره پايښت له پاره مهم دی او ۶۲ سلنه په دې باور دي چي په دې ډول آلمان د خپلي ټولني د زړښت له امله د کارگرانو له لږ کمبود څخه اغيزمن کيږي. ۶۱ سلنه وايي چي مهاجرتژوند لا پسې په زړه پوري کوي.

همدارنگه ۴۷ سلنه، مهاجرو ته د مسلکي کسانو د کمبود د جبران او ۳۸ سلنه ورته د تقاعدي بيمې د ښيگڼې په سترگه گوري.

دغې پلټني د جرمني د ختيځي او لويديځي برخې د اوسيدونکو د نظر نتيجه داسي اخيستې چي: «د دغه هيواد په ختيځ کي آلمانان د مهاجرو په وړاندي لا زيات مشکوک دي، خو د آلمان په لويديځ کي هم له دې کبله اندېښنې ډيري سوي دي.»

GP/NZ/DW.Online