پر کويټ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بريد سوی
خپور شوی ۱۴۰۵ خرداد ۱۱, دوشنبهوروستی بدلون ۱۴۰۵ خرداد ۱۱, دوشنبه
هغه څه چي بايد په پوه سئ
- امريکا وايي په ايران کي يې پوځي ځايونه بمبار کړي دي
- ايران وايي د امريکا يوه اډه يې ويشتلې ده
- کويټ وايي د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو بريد پرې سوی دی
- د ايران د بهرنيو چارو وزير: په اوربند کي لبنان هم شامل دی
ايران: په اوربند کي لبنان هم شامل دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چي د امریکا او ایران ترمنځ روان اوربند د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کي د جګړي د بندیدو معنی لري.
د عراقچي دا څرګندوني له هغه وروسته کيږي چي د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د بیروت پر جنوبي څنډ د بریدونو امر کړي، چیري چي حزب الله کنټرول لري.
عراقچي په ايکس پاڼه کي ليکلي دي: «په یوه جبهه کي له اوربنده سرغړونه په ټولو جبهو کي سرغړونه ده.»
هغه زیاته کړې ده: «امریکا او اسرائیل د هر ډول سرغړونې د پایلو مسئول دي.»
تهران په دوامداره توګه د دې غوښتونکی دی چي له امریکا سره هر ډول اوربند یا د سولي تړون باید په لبنان کي د ایران د ملاتړي ملیشو پر وړاندې د اسرائيل د دښمنۍ د پای ته رسیدو په ګوته وګڼل سي.
اسرائیل پر حزب الله خپل اوسنی برید له هغه وروسته پیل کړ چي د ايران دغي ملاتړي ډلي پر ايران باندي د اسرائيل او امريکا له بريد وروسته پر اسرائیل باندي بريدونه وکړل.
اسرائیل وايي د بیروت پر جنوبي څنډه یې د برید امر کړی دی
د اسرائيل لومړي وزير بنیامین نتانیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتڅ د دوشنبې په ورځ وویل چي دوی د اسرائيل پوځ ته لارښوونه کړې ده چي د لبنان د پلازمینې بیروت پر جنوبي څنډه بریدونه وکړي.
په یوه ګډه اعلامیه کي ویل سوي دي: «په لبنان کي د ترهګري ډلي حزب الله له خوا له اوربنده د پرله پسې سرغړونو او زموږ پر ښارونو او اتباعو د بریدونو په پام کي نیولو سره، لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتڅ، د اسرائيل پوځ ته لارښوونه کړې ده چي د بیروت په ضاحيه سيمه کي د ترهګرو پر اهدافو بريد وکړي.»
ضاحيه، چي يوه شیعه مېشته سيمه ده، د ایران د ملاتړي ملېشې حزب الله مرکز ګڼل کيږي او په تیرو دوو لسیزو کي څو ځله اسرائيل پرې برید کړی دی.
د مارچ مياشتي له دوهمي نېټې راهیسي چي حزب الله پر ايران باندي د امریکا او اسرائيل د بريد پر وړاندي د خپل متحد ایران په ملاتړ پر اسرائیل باندي د توغندیو او ډرون بریدونو پیل کړل، په لبنان کي د اسرائيل بریدونو او د تخليې امرونو تر ۱،۲ ميلیونه ډېر لبنانیان بې ځایه کړي دي.
د لبنان د حکومت په وینا، د اسرائيل په بریدونو کي تر اوسه پوري تر ۳۳۷۰ ډېر کسان وژل سوي دي.
اسرائیل وايي چي په ورته موده کي یې تر ۲۰ زیات سرتیري او څلور ملکي وګړي وژل سوي دي.
د دغه هیواد په شمال کي په لسګونه زره اسرائیلیان هم د حزب الله د راکټونو او بې پيلوټه الوتکو د بريدونو امله له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ سوي دي.
کويټ د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د بريد راپور ورکړی
کويټ چي د امریکا د یوې لویې اډې کوربه دی، د دوشنبې په ورځ وویل چي دوی د هغو بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د مخنيوي په حال کي دي چي پرې توغول سوي دي. خو هغوی دا نه دي ويلي چي له کومه طرفه توغول سوي دي.
خو د ایران سپاه پاسداران ویلي دي چي دوی د اونۍ په پای کي د ایران پر پوځي ځایونو باندي د امریکا د بریدونو په جواب کي د امریکا یوه اډه په نخښه کړې ده.
پر ايران باندي د امريکا او اسرائيل د بريدونو په جريان کي د فارس خلیج هیوادونه د ایران د ډېرو بریدونو هدف ګرځیدلي دي او تهران وايي چي دوی هلته د امریکا نظامي شتون په نخښه کوي.
د امريکا پوځ وايي چي په ايران کي يې پوځي ځايونه بمبار کړي دي
د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي، له هغه وروسته چي ايران د امريکا يوه MQ-1 بې پيلوټه الوتکه وويشتله، دوی په ایران کي د رادار او بې پيلوټه الوتکو د کنټرول ځایونه بمبار کړي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې وویل چي دوی د ایران د ګروک ښار پر شاوخوا او قشم ټاپو بریدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي دي: «دا سنجول سوي او قصدي بریدونه ... د ایران د تيري کوونکو اقداماتو په جواب کي ترسره سول چي پکښې د امریکا د يوې MQ-1 بې پیلوټه الوتکي ویشتل هم شامل ول چي د نړیوالو اوبو پر سر یې فعالیت کاوه.«
په خبرپاڼه کي زیاته سوې ده: «د امریکا جنګي الوتکو په چټکۍ سره د ایران د هوايي دفاع، ځمکني کنټرول سټیشن، او دوې یو طرفه بریدګرو بې پیلوټه الوتکو په له منځه وړلو سره ځواب ورکړ. دوی د تیریدونکو کښتیو له پاره څرګند ګواښونه رامنځته کول.»
د ايران سپاه پاسداران بيا ویلي دي چي دوی په ځواب کي هغه هوايي اډه په نخښه کړې ده چي امریکا د ایران پر جنوب د برید له پاره کاروله.
خو دوی نه دي ويلي چي کومه اډه.